محمودراقی (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۹):خلکو د کاپیسا د ترافیکو د تنظیم امر د وژلو په غبرګون کې لاریون وکړ او د کاپیسا د مرکز اړوند په د ده بابا علي بازار کې یې لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړله.
د کاپیسا د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د ترافیکو د تنظیم امر سمونیار سید منیر، نن سهار شاوخوا اته بجې هغه مهال د کاپیسا په مرکز کې د ده باباعلي اړوند په سیدخان کلا سیمه کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو، چې له خپله کوره دندې ته روان و.
د شورش په وینا، پولیس هڅې کوي چې د سید منیر قاتلان ونیسي.
لسګونو تنو د سید منیر د وژلو په غبرګون کې لاریون وکړ او د ده باباعلي بازار کې یې پر سړک د ټایرونو په سوځولو سره، لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړله. دغه لار تر اوسه (د ورځې شاوخوا ۱۲ بجې) تړلې ده.
لاریون کوونکو د سید منیر د قاتلانو د نیولو غوښتنه کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن