کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۴۵ نوې پېښې ثبت شوې دي، چې ورسره په هېواد کې پر کرونا د ټولو اخته کسانو شمېره ۱۵۷۵۰ ته ورسېده.
دیاد وزارت له خوا د غبرګولي په ۱۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۶۸ مشکوکې نمونې په ۱۸ ولایتونو کې ثبت شوې وې.
سرچینې زیاته کړې چې له دې نومونو څخه ۵۴۵ یې مثبت ثبتې شوې چې ډېری یې په هرات پکتیا، کابل او ننګرهار ولایتونو کې دي.
یاد وزارت ویلي چې تر اوسه په هیواد کې ۲۶۵ کسان د کرونا له امله مړه او ۱۴۲۸ نور روغ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له یادو تازه پېښو څخه ۱۱۷ هرات، ۹۲ پکتیا، ۶۶کابل، ۵۰ هرات، ۴۸ سمنګان، ۳۶ فراه، ۲۲ سرپل، ۲۰ بامیان، ۱۷ لوګر، ۱۴، ۱۴ په پنجشېر، غور او بدخشان، ۱۲، ۱۲ په میدان وردګ، فاریاب، ۴ بلخ، ۳ کونړ، دوه وه لغمان او بادغیس کې ثبت شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن