ترینکوټ ( پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹) : د اروزګان سلګونو اوسېدونکو د پخواني امنیت امر او قومي مشر رحیم الله خان د راخوشې کولو غوښتنه وکړه.
رحیم الله خان چې ددې ولایت د پخواني ځواکمن امنیه قوماندان مطیع الله خان ورور دی، تېر کال د غیر قانوني وسلو د ساتنې په تور نیول شوی و ، ویل کیږي هغه لومړی د کابل څرخي پله او بیا بګرام زندان ته ولېږل شو.
پر هغه تور دی چې د واکمنۍ پرمهال یې ګڼې امنیتې پوستې سقوط کړي او ترینکوټ کې په یوشمېر نورو خپلسرو کړنو کې یې لاس درلود.
د افغان دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې په لړ کې اروزګاني ولسونه هم له حکومت غواړي چې رحیم الله خان دې راخوشې کړي، ترڅو له خپلی کورنۍ سره یوځای شي.
د ولایت مخکیني مرستیال والي خدارحیم خان نن د غبرګولي په ۱۲مه، د سلګونو کسانو غونډې ته وویل چې حکومت تر رحیم الله مخکې او وروسته ډېر زور واکي او خپلسري کسان ونیول، خو هغوی یې بېرته ازاد کړل خو لاهم رحیم الله خان د بند شپې او ورځې تېروي.
هغه وایې، د رحیم الله خان تر نیول کېدو وروسته د هغه کورنۍ بې سرپرسته پاتې شوې او له ګڼو ستونزو سره مخ ده.
قومي مشر معلم رحمت الله هم پر افغان ولسمشر غږ وکړ، چې پر رحیم الله خان دې رحم وکړي او هغه دې را خوشې کړي، ترڅو نه یوازې کورنۍ یې له ستونزو خلاصون پیدا کړي، بلکې د ولایت امنیتې وضعیت هم له خطره وژغورل شي.
د نوموړي په وینا، رحیم الله تل د دولت همکاري کړې او په سختو حالاتو یې اروزګان له سقوط څخه ژغورلی او د کورنۍ زیات غړي یې هم له نظام څخه د دفاع په لاره کې له لاسه ورکړي.
د غونډي برخوالو مرکزي ادارې او ولسمشر ته ډاډ ورکړ، چې د رحیم الله خان د ټولو سیاسي کړنو ضمانت کوي او بیا هم ژمن دي چې د اروزګان د امنیتې وضعیت او په بېلابېلو برخو کې د دولت ترڅنګ ولاړ دي.
دوی وایي، ولسمشر غني نه په لومړۍ او نه هم په دویمه دوره کې له اروزګان څخه لیدنه کړي او نه یې ددغه ولایت د شته ستونزو د څارلو او ارزولو لپاره باصلاحیته پلاوی را لېږلی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن