ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد: له افغان حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو د ځای او نېټې په اړه خبرې کوو

خلیلزاد: له افغان حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو د ځای او نېټې په اړه خبرې کوو

author avatar
2 Jun 2020 - 15:53
خلیلزاد: له افغان حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو د ځای او نېټې په اړه خبرې کوو
author avatar
2 Jun 2020 - 15:53

کابل  (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹) : د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د بندیانو خوشې کولو او تاوتریخوالي کمېدل ښه پرمختګونه ګڼي او وایي چې له افغان حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو د ځای او نېټې په اړه خبرې کوي.

خلیلزاد دغه څرګندونې افغانستان او سیمې ته تر سفر وروسته پرون په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت له ویاندې سره یوځای په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، تېر ځل یې چې دلته له خبریالانو سره خبرې کړې وې، نوپه  افغانستان کې تاوتریخوالی زیات او د بندیانو د خوشې کولو پروسه هم د دوی له هیلو سره سمه نه وه روانه .

خو نوموړي وویل چې اوس لږ حالات بدل شوي،په تېر اختر کې طالبانو او افغان حکومت اوربند وکړ چې ورسره تاوتریخوالی ډېر کم شو.

خلیلزاد وایي چې تر اختره وروسته هم تاوتریخوالی کم دی او د بندیانو د خوشې کولو لړۍ هم تېزه شوې ده ، حکومت شاوخوا دوه نیم زره طالب بندیان او طالبانو هم د حکومت ۴۰۰ بندیان خوشې کړي دي.

د امریکا ځانګړي استازي وویل چې اوس ددوی ټول تمرکز ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو پر پیلولو دی، ځکه چې دغه کار د افغانستان د سولې لپاره تر ټولو مهم دی.

ده زیاته کړه چې بین الافغاني مذاکراتو لپاره د افغانستان دولت ټولشموله مرکچي پلاوی ټاکلی دی.

خلیلزاد دغه راز په افغانستان کې د سیاسي بحران پر هواري خوښي وښوده او ویې ویل چې دواړه افغان مشران اوس یو ځای کار کوي .

ده زیاته کړه : (( له افغان مشرانو سره اوس پر دې کار کوو، چې بین الافغاني مذاکرات په کوم ځای او کله باید ترسره شي او په دې مذاکراتو کې نړیوالې ټولنه څه رول لوبولی شي.))

د نوموړي په وینا، دوی اوس په یو ښه موقعیت کې دی، خو په راتلونکي کې به ننګونې او ستونزې هم وي، خو هیله مندي زیاته ده چې په پایله کې بین الافغاني مذاکراتو پیل ته لاره هواره کړي.

د هغه په وینا، تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې هڅه کیږي چې له دواړو لوریو  څخه ژمنه شوي بندیان خوشې شي او د تاوتریخوالي کچه همداسې ټیټه پاتې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.