ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد: په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه باید ډېره ټیټه شي

خلیلزاد: په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه باید ډېره ټیټه شي

author avatar
2 Jun 2020 - 15:55
خلیلزاد: په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه باید ډېره ټیټه شي
author avatar
2 Jun 2020 - 15:55

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹) :د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د قطر تر تړون وروسته د وسله والو طالبانو فعالیتونه له نږدې څخه څارو.

خلیلزاد دغه څرګندونې په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې سره پرون په یوه  ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.

هغه القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو په اړه د ملګرو ملتونو د تازه راپور په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې تر اوسه یې دا راپور نه دی لوستی.

ملګرو ملتونو په دې راپور کې ویلي چې طالبانو نه یواځې له امریکا سره د مذاکراتو پر مهال له القاعدې سره سلا مشورې کولې، بلکې اوس هم ورسره پراخه اړیکې لري، دغه راز په راپور کې راغلي چې د طالبانو حقاني ډله له داعش سره قوي اړیکې لري.

زلمی خلیلزاد وایي چې له طالبانو سره په قطر کې تر تړون وروسته دوی د طالبانو څارنه کوي او ددې ډاډ یې ورکړی چې دوی به بیا د القاعدې یا بلې کومې ترهګرې ډلې کوربه توب نه کوي.

ده زیاته کړې : (( طالبانو سره مې ښې خبرې کړې دي، د څارنې یوه ډله مو جوړه کړې چې د دواړو لوریو لاسلیک شوې توافقتنامې څارنه وکړي ، طالبانو ژمنه کړې چې نه یواځې القاعدې بلکې داعش او نورو سره هم اړیکې نه پالي.))

د هغه په وینا، په دې برخه کې پرمختګونه شوي، خو بیا هم امریکا دوی له نږدې څخه څاري.

 دی وایي، طالبانو ژمنه کړې چې القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه امریکا او متحدینو ته یې ګواښ پېښ کړي.

خلیلزاد د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې له طالبانو سره د لاسلیک شوي تړون ټولې مادې مشروط دي، که چیرې په خپلو ژمنو ودرېدل امریکا به هم د سرتېرو د ایستلو په ګډون خپلې ژمنې عملي کوي.

نوموړي وویل چې په مشروط ډول له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو کمولو پروسه جریان لري.

هغه د بندیانو او تاوتریخوالي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دواړوبرخو کې په دې وروستیو کې ډېر ښه پرمختګونه شوي، خو تر بین الافغاني مذاکراتو مخکې باید د تاوتریخوالي کچه ډېره ټیټه شي.

ترهګرو سره د مبارزې په تړاو د طالبانو ژمنو ته په اشارې سره زلمي خلیلزاد وویل  چې هغوی له داعش سره مبارزه پیل کړې چې د تړون یوه برخه وه ، خو هغوی باید د نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې همدا ډول اقدامات وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.