دوهم تعقيب- کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار اړوند د وزیر محمد اکبر خان جومات په نننۍ چاودنه کې ټپي شوي خطیب مولوي ایاز نیازي ساه ورکړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن ماښام شاوخوا اووه نيمې بجې د وزیر محمد اکبر خان جومات په اودس خونه کې وشوه.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې د ډاکتر محمد ایاز نیازي په ګډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
بلخوا د حج او اوقافو وزارت د نشرانو رییس فضل محمد حسیني هم پژواک ته وویل چې ایاز نیازی وژل شوی دی.
له ارګه په خپره شوې خپرپاڼه کې هم راغلي: «د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو په دوام په کابل ښار کې پر وزیر محمد اکبر خان جامع جومات د ترهګریز برید په ترسره کولو سره نن ماښام له لمانځه ادا کولو وروسته د یاد جومات خطيب او د کابل پوهنتون استاد ډاکتر محمد ایاز نیازی شهید او زموږ یو شمېر هیوادوال ټپیان کړل.»
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د دغه برید د غندلو پر مهال وویل، پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د تروریستي بریدونو کول بشري جنایت دی.
ولسمشر د ډاکتر محمدایاز نیازي له کورنۍ سره د خپلې ژورې خواخوږۍ او همدردۍ څرګندولو پر مهال مسوولینو ته د یادې پېښې د هر اړخیزې څېړنې او د ټپیانو د درملنې لارښوونه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن