کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹ ): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار اړوند د وزیر محمد محمد اکبر خان جومات په اودس ځای کې ځانمرکي برېد شوې او یو کس یې ټپي کړی دی.
د یاد وزارت وياند طارق ارين څو شېبې مخکې پژواک خبري اژانس ته وویل، د لومړنيو معلوماتو له مخې، دغه برید نن ماښام شاوخوا اووه نيمې بجې د وزیر اکبر خان جومات په اودس خونه کې شوې ده .
ده زیاته کړه چې په چاودنه کې يو کس ټپی شوی دی.
خو يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وویل، ماین د جومات برنډې په ګلدان کې ایښودل شوی و، چاودنه یې کړې او په کې د یاد جومات ملا امام ډاکتر ایاز نیازی ټپی شوی دی.
سرچینه وایي چې ډاکتر نیازی د درملنې لپاره د سردارمحمد داوود خان پوځي روغتون ته لېږدول شوی دی.
د پېښې نور جزئیات به وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن