ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: افغانستان د کرونا د بحران اوج ته نږدې کېدونکی دی

صالح: افغانستان د کرونا د بحران اوج ته نږدې کېدونکی دی

author avatar
2 Jun 2020 - 22:16
صالح: افغانستان د کرونا د بحران اوج ته نږدې کېدونکی دی
author avatar
2 Jun 2020 - 22:16

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹): د ولسمشر لومړی مرستیال وایي، د هغو شمېرو له مخې چې د عامې روغتیا وزارت او د رضاکارانو له لارې اعلانیږي څرګندیږي چې افغانستان د کرونا بحران اوج یا د فلاکت پړاو ته په نږدې کېدو دی.

دکرونا پر وړاندې د مبارزې په اړه د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح په یوه خپره شوې ویډیو کې وایي، ولسمشر د کرونا بحران د وخت له نظره په پنځو مرحلو وېشلی وه لومړۍ مرحله د دې بحران پر شتون اعتراف کول و.

هغه وایي:«چې په دغه مرحله کې زیاتو کسانو روغتیايي او علمي لارښوونې له پامه وغورځولې او دويمه مرحله د کرونا د خپرېدو وه، چې موږ وتوانېدو د منظمو پروګرامونو له لارې د خپرېدو لړۍ سسته کړو، تر څو زموږ پر روغتیايي سیستم چې هیڅکله د داسې بې سابقه او له تصور پورته بحران سره مخ شوی نه و، فشارونه کم شي.»

هغه وایي، د هغو شمېرو له مخې چې د عامې روغتیا وزارت او د رضاکارانو له لارې اعلانیږي څرګندیږي چې افغانستان د کرونا بحران اوج یا د فلاکت پړاو ته په نږدې کېدو دی.

دده په وینا، ددې ویروس منځنی وضعیت هم په غټېدو اوهم په لوړېدو دی، ټول هغه څه ترسره کوو چې لازم دي ترڅو مخه يې ونیول شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وایي،په کور دننه او له هېواد څخه بهر اټکلونه او علمي وړاندوینې ښيي چې افغانستان به په راتلونکو دوه میاشتو کې د دې ویروس د پراخېدو له سرسامونکي حالت سره مخ شي، متاسفانه،خو که ولس روغتیايي او علمي لارښوونې جدي ونیسي، له کوره بهر په خپلو چارو کې دوه متره واټن مراعات کړي، له غیر ضروري غونډو ډډه وشي او د عامې روغتیا وزارت لارښوونې جدي ونیول شي،د دې ناورین مخه نیول کېدای شي.

د هغه په وینا،اټکلونه او پېشبیني دادي چې که افغانان وکولای شي چې په اګست میاشت او یا د زمري میاشت په نیمايي کې د کرونا د خبیثه منحني ملا ماته کړي او څلورم پړاو ته چې د مبتلا کېدو د کچې تیټوالی دی داخل شي او زیات احتمال لري چې د کال تر پای ته رسېدو پورې خپل هېواد عادي حالت ته راوګرځوي.

صالح وویل:«خلک پوښتنه کوي او برحقه پوښتنه کوي چې دا قیودات به تر کله وي ؟ دا زړه تنګوالی تر کومه وخته؟ ځواب ساده دی.د قیوداتو او خدای مکړه په ډله ییزه توګه د وژل کېدو ترمنځ باید یوه لاره غوره کړو.»

د هغه په ویناچې ګرځبندیز په سمه توګه نه مراعات کېږي او هڅه هم نه کِوي چې د پولیسو له لارې یا له زوره په کار اخیستو دا لار عملي شي.

ولسمشر لومړی مرستیال همدارنګه وویل، چې تر راتلونکو څو اوونیو پورې به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د بېړنیو مرستو په لړ کې د کار په بدل کې د پیسو او د خوراکي موادو د بستو د وېش پروسه پیل شي.

هغه همدارنگه وویل، چې پر طالبانو غږ کوي د خلکو له وژلو لاس واخلي او بشردوستانه او افغان دوستانه اوربند ته غاړه کېږدي.

تراوسه په افغانستان کې ۱۶۵۰۹ کسان په کرونا ناروغۍ اخته, ۲۷۰ کسان مړه او ۱۴۵۰ کسان بیا بېرته ترې روغ شوي دي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.