ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: د ملګرو ملتونو تازه راپور د قطر تړون د تخریب لپاره جوړ شوی

طالبان: د ملګرو ملتونو تازه راپور د قطر تړون د تخریب لپاره جوړ شوی

author avatar
2 Jun 2020 - 21:31
طالبان: د ملګرو ملتونو تازه راپور د قطر تړون د تخریب لپاره جوړ شوی
author avatar
2 Jun 2020 - 21:31

کابل (پژواک،  ۱۳ غبرګولی ۹۹): وسله والو طالبانو ویلي چې د ملګرو ملتونو تازه خپور شوی راپور له امریکا سره د دوی د تړون د تخریب لپاره جوړ شوی دی.

ملګرو ملتونو په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې یو شمېر طالبانو د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر له تړون سره مخالفت ښودلی او جلا ډله یې جوړه کړې ده.

دغه راز په دغه راپور کې راغلي وو چې طالبان نه یواځې له امریکا سره د مذاکراتو پر مهال له القاعدې سره سلا مشورې کولې، بلکې اوس هم ورسره اړیکې لري او حقاني ډله په کابل کې د سترو بریدونو پر مهال داعش سره مرسته کوي.

د طالبانو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو په نامه خپور شوي راپور کې د  طالبانو په اړه ناسمې، استخباراتي او له کینې ډکې څرګندونې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې: ((طالبان د دغه راپور جزئيات په کلکه ردوي او موږ د امریکا له متحده ایالاتو سره لاسلیک شوې توافقنامې ته چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا هم تایید شوې ده، کلکه ژمنتیا لرو او په خپل اړخ کې د یادې توافقنامې مندرجات عملي کوو. ))

په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو صف واحد او متحد دی، هېڅ ډول انشعاب یا ډله ټپله نه لري، ټول طالبان يې د خپلو مشرانو پرېکړه په ټینګه رعایتوي چې تېرو اوربندونو دا خبره عملاً ثابته کړې ده.

طالبانو ویلي، د دوحې د توافقنامې له مخې، دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا د امنیت پر خلاف  استعمال کړي، یا دلته د چا پر ضرر د روزنې کمپ جوړ کړي، یا د افغانستان له خاورې په استفادې د چا پر ضد مرستې راټوله کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((په ټوله کې دغه راپور د دې لپاره جوړ شوی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ ترسره شوې توافقنامه چې په افغانستان کې د جګړې د اختتام، تلپاتي سولې او امن لپاره مهمه وثیقه او وسیله ده، تخریب او ناکامه کړي، زموږ په هېواد کې د جګړو اور  همداشان بل پاتې شي او دلته د  استخباراتي کړیو نامشروع ګټې چې د جګړې له دوام سره تړلې دي  تامین شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.