ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۱۷۷ روغتيايي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي

ننګرهار کې ۱۷۷ روغتيايي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي

author avatar
2 Jun 2020 - 17:01
ننګرهار کې ۱۷۷ روغتيايي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي
author avatar
2 Jun 2020 - 17:01

جلال اباد (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې ۱۷۷ روغتيايي کارکوونکي د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي او دغه راز د ۴۰ نورو روغتيا پالانو د کرونا معاينات تر پروسس لاندې دي.

د يادې ادارې مسئولين دغه راز په دې ولايت کې د محرقې د پېښو د ډيرېدو په اړه د خلکو د اندېښنو په ځواب کې وايي چې یاد زياتره د کرونا ناروغان دي او بايد عادي چلند ورسره ونه شي.

روغتيايي مسوولينو دا څرګندونې د غبرګولي په ۱۳مه په يو رسنيز کنفرانس کې وکړې او دغه راز يې له خلکو وغوښتل چې د کرونا په مخنيوي کې دې همکاري وکړي که نه ګواښ دومره ډېر شوی چې د يوې فاجعې رامنځته کېدو ګواښ یې پيدا کړی دی.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس او يو شمېر نورو مسوولينو په دغه ګډ خبري کنفرانس کې د کرونا په برخه کې د شته امکاناتو، ترسره شوو خدمتونو او کرونا د پېښو په اړه هم معلومات شريک کړل.

په ننګرهار کې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې رييس اسماعيل ستانکزي وويل چې دغه ولايت کې د کرونا په ناروغۍ ۱۷۷ روغتيايي کار کوونکي اخته شوي او دغه راز د ۴۰ نورو روغتيايي ټيسټونه تر پروسس لاندې دي.

هغه زياته کړه: ((په دې کې ۸۶ تنه حوزوي روغتون کې دي، ۴۰ تنه د فاطمه الزهرا روغتون کې، ۱۷تنه ICO کې، ۹تنه د محبس په روغتون کې، ۲۰ تنه د ولسواليو روغتيايي پرسونل دی.))

نوموړي دا هم وويل چې تر اوسه د تجريد په روغتون کې ۲۶۹ کسان بستر شوي چې له ډلې يې ۲۹ بېرته روغ شوي او شل تنه يې مړه شوي دي.

دی وايي، په ننګرها کې ټول د ۱۵۵۹ کسانو د کرونا سمپل کتل شوی چې له ډلې يې ۸۳۵ مثبت او ۳۶۲ منفي شوي دي.

بلخوا د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصيراحمد دراني وويل، ننګرهار ته له کرونا سره د مبارزې لپاره ۱۵۰ ميليونه افغانۍ رالېږل شوې خو هغه اوازې يې رد کړې چې ګواکې پر کرونا اخته کس او له کرونا مړ شوي کس ته پيسې ورکول کېږي.

دی وايي، د کرونا مبارزې لپاره له هرات وروسته ننګرهار دويم ولايت و چې د کرونا د تشخيص مرکز په کې جوړ او دغه راز په کې ۲۳۰ بستريز د تجريد روغتون رامنځته و.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، همدا اوس په تجريد روغتون کې ۶۸ کسان په سيارو ټيمونو کې ۳۰ کسان، د IOM په همکارۍ ۱۵ کسان، د UNDP په همکارۍ دوه سيار ټيمونه او د يونيسف ادارې په ملاتړ ۴۲ کسان د کرونا د مخنيوي، تشخيص، درملنې او عامه پوهاوي برخه کې کار کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.