د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې ١٦٥٠٩ کسان پر کرونا اخته، ٢٧٠ مړه او ١٤٥٠ بېرته روغ شوي

افغانستان کې ١٦٥٠٩ کسان پر کرونا اخته، ٢٧٠ مړه او ١٤٥٠ بېرته روغ شوي

Jun 02, 2020 - 13:53

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولى ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٩٥ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ١٦٥٠٩ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال وحيد مجروح د غبرګولي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس سلګونه شکمنې پېښې ازمايل شوې دي.

هغه وايي چې له يادو پېښو څخه ٧٩٥ يې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ١٦٥٠٩ ته لوړه شوه.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د تازه ثبت شويو پېښو له ډلې څخه ٢٦٦ په کابل، ٢١٢ په هرات، ٦٦ په بلخ، ٣٩ په کندهار، ٣٤ په ننګرهار، ٢٧ په بغلان، ٢٥ په خوست او ٢١ په باميان ولايتونو کې دي.

دغه راز ده وويل چې په همدې موده کې ١٨-١٨ مثبتې پېښې په غزني او فارياب، ١٧ په تخار، اووه په کاپيسا، څلور په پروان، درې په بدخشان او دوه هم په سمنګانو ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله پنځه تنه مړه شوي چې له دې سره په ټول هېواد کې د کرونا ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ٢٧٠ ته ورسېد.

دغه چارواکي وايي چې تر اوسه له کرونا ويروس څخه په هيواد کې ١٤٥٠ کسان بېرته روغ شوي هم دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan