ترینکوټ (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹): د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار اړوند د یوې امنیتې پوستې پر پولیسو تېره شپه نفوذي کس برید کړی چې د مرګ ژوبلې تر څنګ یې وسایل هم وړي دي.
د اروزګان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر سمونیار سردار محمد حیا د غبرګولي په ۱۳ مه پژواک اژانس ته وویل، په دې برید کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نورټپیان دي.
هغه زیاته کړه، تر څو ساعتونو وروسته پوسته بیاځلې دوی بېرته نیولې او نفوذي کس له سیمې تښتېدلی.
یوې امنیتې سرچینې پژواک ته وویل، برید تېره شپه د صوفیانو سیمې امنیتې پوستې باندې شوی او ټول وسایل یې هم وړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه د ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن