ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسیې له افغانستان سره د کرونا ضد درملو او توکو مرسته وکړه

روسیې له افغانستان سره د کرونا ضد درملو او توکو مرسته وکړه

author avatar
2 Jun 2020 - 14:58
روسیې له افغانستان سره د کرونا ضد درملو او توکو مرسته وکړه
author avatar
2 Jun 2020 - 14:58

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹) : د روسیې حکومت له افغانستان سره د کرونا ویروس ضد درملو او طبي وسایلو مرسته کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د غبرګولي په ۱۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روسیې له لوري بشردوستانه روغتیايي مرستې نن سهار د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو مرستیال میرویس ناب او په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژرنوف په شتون کې د افغانستان د ورغتیا وزارت ته وسپارل شوې.

سرچینې زیاته کړې، ناب له افغانستان سره د روسیې هېواد د همیشنۍ مرستو په تېره بیا د کرونا په سختو شرایطو کې د روسیې د بشردوستانه مرستو څخه مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د لاپراختیا هیله وکړه.

 ژرنوف هم د خپلو خبرو په بهیر کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړ.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا ددې مرستو د مقدار او نوعیت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده چې تر دې مخکې چین، هندوستان، ایران، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونوهم له افغانستان سره دا ډول مرستې کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.