ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې د ماین چاودنې او ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سرپل کې د ماین چاودنې او ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
2 Jun 2020 - 15:47
سرپل کې د ماین چاودنې او ترافیکي پېښې له امله ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
2 Jun 2020 - 15:47

سرپل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹): سرپل کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ درې کسان وژلي، څلور نور یې ټپیان کړي او پنځه کسان نور چې د یادو قربانیانو لپاره روغتون ته روان وو، ترافیکي پېښه مې ټپیان شوي دي.

د سرپل د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر نور اغا فیضي وايي چې نن له غرمې مخکې د یادې کورنۍ د غړو موټر د دغه ولایت د مرکز اړوند په اقتاش سیمه کې د سړک غاړې پر ماین ور برابر شو.

د هغه په خبره، په دې پېښه کې درې ځوانان وژل شوي، یو سړی او درې ښځې ټپیان شوي او قربانیان د دغه ولایت د مرکز اړوند د سیداباد افغانیه کلي اوسېدونکي دي.

هغه ادعا کوي چې دغه ماین طالبانو خښ کړی و خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د فیضي په خبره، وروسته له دې پېښې د قربانیانو خپلوان د همکارۍ په موخه په یوه ریکشا کې روغتون ته روان وو خو د لارې په اوږدو کې یې له یوه سراچه موټر سره ټکر وکړ چې له امله یې د ښځو او سړیو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي  دي.

سرچینې څرګنده کړه چې د دواړو پېښو ټپیان د سرپل په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.