سرپل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹): سرپل کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوې کورنۍ درې کسان وژلي، څلور نور یې ټپیان کړي او پنځه کسان نور چې د یادو قربانیانو لپاره روغتون ته روان وو، ترافیکي پېښه مې ټپیان شوي دي.
د سرپل د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو امر نور اغا فیضي وايي چې نن له غرمې مخکې د یادې کورنۍ د غړو موټر د دغه ولایت د مرکز اړوند په اقتاش سیمه کې د سړک غاړې پر ماین ور برابر شو.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې درې ځوانان وژل شوي، یو سړی او درې ښځې ټپیان شوي او قربانیان د دغه ولایت د مرکز اړوند د سیداباد افغانیه کلي اوسېدونکي دي.
هغه ادعا کوي چې دغه ماین طالبانو خښ کړی و خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د فیضي په خبره، وروسته له دې پېښې د قربانیانو خپلوان د همکارۍ په موخه په یوه ریکشا کې روغتون ته روان وو خو د لارې په اوږدو کې یې له یوه سراچه موټر سره ټکر وکړ چې له امله یې د ښځو او سړیو په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
سرچینې څرګنده کړه چې د دواړو پېښو ټپیان د سرپل په ملکي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن