کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹): وسله والو طالبانو ویلي چې د ملګرو ملتونو تازه خپور شوی راپور له امریکا سره د دوی د تړون د تخریب لپاره جوړ شوی دی.
ملګرو ملتونو په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې یو شمېر طالبانو د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر له تړون سره مخالفت ښودلی او جلا ډله یې جوړه کړې ده.
دغه راز په دغه راپور کې راغلي وو چې طالبان نه یواځې له امریکا سره د مذاکراتو پر مهال له القاعدې سره سلا مشورې کولې، بلکې اوس هم ورسره اړیکې لري او حقاني ډله په کابل کې د سترو بریدونو پر مهال داعش سره مرسته کوي.
د طالبانو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو په نامه خپور شوي راپور کې د طالبانو په اړه ناسمې، استخباراتي او له کینې ډکې څرګندونې شوې دي.
سرچینې زیاته کړې: ((طالبان د دغه راپور جزئيات په کلکه ردوي او موږ د امریکا له متحده ایالاتو سره لاسلیک شوې توافقنامې ته چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا هم تایید شوې ده، کلکه ژمنتیا لرو او په خپل اړخ کې د یادې توافقنامې مندرجات عملي کوو. ))
په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو صف واحد او متحد دی، هېڅ ډول انشعاب یا ډله ټپله نه لري، ټول طالبان يې د خپلو مشرانو پرېکړه په ټینګه رعایتوي چې تېرو اوربندونو دا خبره عملاً ثابته کړې ده.
طالبانو ویلي، د دوحې د توافقنامې له مخې، دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا د امنیت پر خلاف استعمال کړي، یا دلته د چا پر ضرر د روزنې کمپ جوړ کړي، یا د افغانستان له خاورې په استفادې د چا پر ضد مرستې راټوله کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: ((په ټوله کې دغه راپور د دې لپاره جوړ شوی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ ترسره شوې توافقنامه چې په افغانستان کې د جګړې د اختتام، تلپاتي سولې او امن لپاره مهمه وثیقه او وسیله ده، تخریب او ناکامه کړي، زموږ په هېواد کې د جګړو اور همداشان بل پاتې شي او دلته د استخباراتي کړیو نامشروع ګټې چې د جګړې له دوام سره تړلې دي تامین شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن