د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې ۱۷۷ روغتيايي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي

ننګرهار کې ۱۷۷ روغتيايي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي

Jun 02, 2020 - 17:01

جلال اباد (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، په دغه ولايت کې ۱۷۷ روغتيايي کارکوونکي د کرونا پر ناروغۍ اخته شوي او دغه راز د ۴۰ نورو روغتيا پالانو د کرونا معاينات تر پروسس لاندې دي.

د يادې ادارې مسئولين دغه راز په دې ولايت کې د محرقې د پېښو د ډيرېدو په اړه د خلکو د اندېښنو په ځواب کې وايي چې یاد زياتره د کرونا ناروغان دي او بايد عادي چلند ورسره ونه شي.

روغتيايي مسوولينو دا څرګندونې د غبرګولي په ۱۳مه په يو رسنيز کنفرانس کې وکړې او دغه راز يې له خلکو وغوښتل چې د کرونا په مخنيوي کې دې همکاري وکړي که نه ګواښ دومره ډېر شوی چې د يوې فاجعې رامنځته کېدو ګواښ یې پيدا کړی دی.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس او يو شمېر نورو مسوولينو په دغه ګډ خبري کنفرانس کې د کرونا په برخه کې د شته امکاناتو، ترسره شوو خدمتونو او کرونا د پېښو په اړه هم معلومات شريک کړل.

په ننګرهار کې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې رييس اسماعيل ستانکزي وويل چې دغه ولايت کې د کرونا په ناروغۍ ۱۷۷ روغتيايي کار کوونکي اخته شوي او دغه راز د ۴۰ نورو روغتيايي ټيسټونه تر پروسس لاندې دي.

هغه زياته کړه: ((په دې کې ۸۶ تنه حوزوي روغتون کې دي، ۴۰ تنه د فاطمه الزهرا روغتون کې، ۱۷تنه ICO کې، ۹تنه د محبس په روغتون کې، ۲۰ تنه د ولسواليو روغتيايي پرسونل دی.))

نوموړي دا هم وويل چې تر اوسه د تجريد په روغتون کې ۲۶۹ کسان بستر شوي چې له ډلې يې ۲۹ بېرته روغ شوي او شل تنه يې مړه شوي دي.

دی وايي، په ننګرها کې ټول د ۱۵۵۹ کسانو د کرونا سمپل کتل شوی چې له ډلې يې ۸۳۵ مثبت او ۳۶۲ منفي شوي دي.

بلخوا د عامې روغتيا رييس ډاکټر نصيراحمد دراني وويل، ننګرهار ته له کرونا سره د مبارزې لپاره ۱۵۰ ميليونه افغانۍ رالېږل شوې خو هغه اوازې يې رد کړې چې ګواکې پر کرونا اخته کس او له کرونا مړ شوي کس ته پيسې ورکول کېږي.

دی وايي، د کرونا مبارزې لپاره له هرات وروسته ننګرهار دويم ولايت و چې د کرونا د تشخيص مرکز په کې جوړ او دغه راز په کې ۲۳۰ بستريز د تجريد روغتون رامنځته و.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، همدا اوس په تجريد روغتون کې ۶۸ کسان په سيارو ټيمونو کې ۳۰ کسان، د IOM په همکارۍ ۱۵ کسان، د UNDP په همکارۍ دوه سيار ټيمونه او د يونيسف ادارې په ملاتړ ۴۲ کسان د کرونا د مخنيوي، تشخيص، درملنې او عامه پوهاوي برخه کې کار کوي.

د روغتيا رييس وويل، په ننګرهار کې د کرونا خطر زيات دی، هغه ناروغان چې کورنۍ يې په محرقې اخته شوي ګڼي، کرونا دي، د محرقې په نوم بايد غلط نه کړای شي او سم تشخيص او درملنه يې ترسره شي.

دی وايي، که ولس همکاري ونه کړي نو د کرونا خطر دومره زيات دی چې يوه فاجعه رامنځته کولی شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan