کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۹۹): ولسمشر اشرف غني د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مایک پومپیو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې پروسې پر راتلونکو اقداماتو خبرې وکړې.
له ارګه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ويډيو کنفرانس کې د ولسمشر مرستيالانو، د ملي مصالحې عالي شورا ریيس، د اقتصادي او سوداګرۍ چارو پراختيا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست، د چارو ادارې عمومي ریيس، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد، د غوڅ ملاتړ ځواکونو عمومي قوماندان او په افغانستان کې د امريکا سفارت شاژدافير هم حضور درلود.
سرچینې زیاته کړې، دواړو لورو په افغانستان کې د سولې او ثبات راتلو لپاره د ګډو هڅو د دوام په اړه بحث او خبرې وکړې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل، د دواړو هېوادونو د ستراتیژيکو او اوږدمهاله اړيکو د تداوم په چوکاټ کې د امريکا متحدو ايالتونو اساسي هدف يو متحد، خپلواک، ډيموکراتيک او باثبات افغانستان دی او هغه ته د رسېدو لپاره به د افغانستان له حکومت سره په ګډه کار وکړي.
وروسته ولسمشر غني دايمي سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د افغانستان لار نقشه تشريح کړه، وې ويل، د يو باثبات، واحد او ازاد افغانستان لپاره زياتې هڅې شوې او ټاکل شوو اهدافو ته د رسېدو لپاره دې د دواړو لورو کاري ټيمونه د دې نقشې د عملي کولو لپاره د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو کار وکړي.
د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح د اورکم ورځو په اړه خپل تحليل او ارزونه غونډې ته وړاندې کړل.
دغه راز په دغه ويډيو کنفرانس کې د سولې په اړه پر راتلونکو اقداماتو، د بنديانو پر خوشي کولو، تحليل او د مذاکراتو ځای او د سولې اړوند پر نورو اقداماتو په اړه بحث وشو.
دواړو لورو د مذاکراتو د پيل او جريان پر مهال د اطلاع رسونې په برخه کې پر ګډو همکاريو ټينګار وکړ.
ډاکتر عبدالله عبدالله د ملي مصالحې عالي شورا د اقداماتو او د يادې شورا د غړو بشپړېدو په اړه خبرې وکړې.
په دغه کنفرانس کې هوکړه وشوه چې په نږدې ورځو کې د سولې پروسه کې پر راتلونکو جزئياتو کار وشي، په ځانګړي ډول د افغانستان دولت د يو داسې نا اعلان شوي اوربند پر میکانیزم چې په هغه کې د لوبې قواعد مشخص شي، ټينګار وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن