ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې ١٧٢٦٧ کسان پر کرونا اخته او ٢٩٤ مړه شوي دي

افغانستان کې ١٧٢٦٧ کسان پر کرونا اخته او ٢٩٤ مړه شوي دي

author avatar
3 Jun 2020 - 14:44
افغانستان کې ١٧٢٦٧ کسان پر کرونا اخته او ٢٩٤ مړه شوي دي
author avatar
3 Jun 2020 - 14:44

کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٥٨ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ١٧٢٦٧ ته لوړه شوه.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د غبرګولي په ١٤مه د عامې روغتيا وزارت له لوري رسنيو ته استول شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٣٢٣ شکمنې پېښې ازمايل شوې دي چې ٧٥٨ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ١٧٢٦٧ ته لوړه شوه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٣٢٣ په کابل، ٢١٦ په هرات، ٥٤ په کندهار، ٥٢ په بلخ، ٤٨ په جوزجان، ١٩ په لوګر، ١١ په کونړ، ١١ په فارياب، پنځه-پنځه په بدخشان او نورستان، درې په ننګرهار او دوه هم په سمنګانو ولايت کې دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٤ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي دي.

سرچينه زياتوي چې په تازه مړه شويو کسانو کې اته يې په کابل، څلور په هرات، درې په پنجشېر، دوه په غزني، دوه په پروان او يو-يو په خوست، کندهار، سمنګان، بغلان او ننګرهار ولايتونو کې دي.

د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٧٨ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شویو کسانو شمېره ۱۵۲۲ ته لوړه شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.