ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا پخوانی مرستیال لوی درستیز: له وخته مخکې له افغانستانه د ځواکونو ایستل بدې پایلې لري

د امریکا پخوانی مرستیال لوی درستیز: له وخته مخکې له افغانستانه د ځواکونو ایستل بدې پایلې لري

author avatar
3 Jun 2020 - 11:35
د امریکا پخوانی مرستیال لوی درستیز: له وخته مخکې له افغانستانه د ځواکونو ایستل بدې پایلې لري
author avatar
3 Jun 2020 - 11:35

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۹) : د امریکا د مشرانو جرګې یوه پخواني غړي جوی لیبرمن او د پوځ د لوی درستیز پخواني مرستیال متقاعد جنرال جېک کاین په یو پرانیستي لیک کې له ولسمشر ټرمپ څخه غوښتي چې له افغانستان څخه سرتېري ونه باسي.

د امریکا  غږ د راپور له مخې، دا لیک د سه شنبې په ورځ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپور کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغو دواړو پخوانیو امریکايي چارواکو لیکلي ‌چې له افغانستان څخه مخکې تر وخته "د سرتېرو ایستل به هغه دښمن ته چې موږ تقریبآ لویه ماتې ورکړې ده، شرموونکي تسلیمېدل او یوه بحران زېږوونکې تېروتنه وي."

دا په داسې حال کې ده چې دامریکا ولسمشر ټرمپ ټېنګار کوي چې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د پولیسو رول لوبوي او د افغانستان د بیارغونې او ملت جوړونې په چارو کې بوخت دي، خو دغو دوو امریکايي چارواکو په دې لیک کې دا خبره رد کړې ده.

د راپور له مخې، په لیک کې راغلي چې امریکایي ځواکونه "له افغانانو سره د هغوی د هېواد په بیا رغولو کې مرسته نه کوي، بلکې هغوی داسې یو ماموریت ترسره کوي‌ چې یوازې د امریکا وسله وال پوځ یې ترسره کولی شي. که مخکې تر وخته امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، یوازې افغانان نه،‌بلکې امریکایان به هم د دغې پرېکړې بدې پایلې وویني."

په لیک کې راغلي ‌چې په را روانو اوونیو کې له افغانستان څخه په "مغلق ډول" د امریکايي ځواکونو ایستل به لوی خطر او له ضرورت پرته به امریکایانو ته تلفات واړوي.

یادو امریکایي پخوانیو مقاماتو په لیک کې ویلي چې په افغانستان کې دا مهال د امریکایي ځواکونو ماموریت ښکاره او محدود دی، هغوی نه له افغان ځواکونو سره مرسته کوي، نه د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې برخه اخلي، بلکې یوازې د القاعده او داعش ضد عملیاتو ماموریت پرمخ بیایي.

ولسمشر ټرمپ په وار وار دا خبره کړې که له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته هم له هغه هېواد څخه پر امریکایانو برید وشو، امریکا به یې ځواب ته ور ودانګي. خو دغو دوو پخوانیو امریکایي چارواکو په خپل لیک کې دا فرضیه هم رد کړې ده او ویلي یې دي چې په یمن او عراق کې د امریکا دا تجربه هم ښه ثابته نه شوه.

په لیک کې اندېښنه ښودل شوې ‌چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته القاعده د یمن په څېر په افغانستان کې په اسانۍ سره بېرته د پناه ځایونه پیدا کولی شي او پر امریکایانو د بریدونو پلانونونه جوړولی او عملي کولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې هم ویلي ‌چې طالبان له القاعده سره اړیکې پالي او له امریکا سره یې د القاعده ډلې په مشورې تړون لاسلیک کړی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې یادونه شوې چې د القاعده ډلې مشران په افغانستان کې دي او دا ډله په ۱۲ ولایتونو کې فعالیت او د ۴۰۰ او ۶۰۰ ترمنځ وسله وال لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.