کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۹): د ولسي جرګې رییس په نږدې راتلونکي کې دې جرګې ته د کابینې د غړو له ور معرفي کولو خبر ورکړی او له ولسمشره یې غوښتي چې د کابینې په ټاکلو کې تجربه، وړتیا او تخصص په پام کې ونیسي او د تېرو ناکامو څېرو له معرفي کولو دې ډډه وکړي.
د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د وکیلانو دغو اعتراضونو چې ګویا وزیران او سرپرستان ځواب ویونکي نه دي، وویل: ((ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره نوماند وزیران معرفي شي.))
هغه زیاته کړه: ((هېڅ وزارت باید استثنا نه وي، ټول وزیران باید له قانون سره سم د باور رایه واخلي.))
د هغه په خبره، په پارلماني چارو کې، د سولې په چارو، پېښو ته د رسېدو په چارو، د شهیدانو او معلولینو په چارو او د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارتونه باید د کابینې له نورو غړو سره یوځای دغې جرګې ته معرفي شي.
د یادونې ده، د ملي شورا په تېره دوره کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر د باور رایې لپاره ولسي جرګې ته نه معرفي کېده.
رحماني زیاته کړه: ((هغه وزارتونه چې نوي رامنځته شوي، لومړی باید د هغو د رامنځته کېدو فرمان ور ولېږل شي، څو د جرګې د تایید وړ وګرځي او بودجه ولري.))
هغه دغه راز له ولسمشره وغوښتل څو د نوې کابینې په جوړولو کې تجربه، تخصص او وړتیا په پام کې ولري او د تېرو ناکامو څېرو له ټاکلو دې ډډه وکړي.
د یادې جرګې نور غړي هم ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د ژر ور پېژندلو غوښتونکي شول او ویې ویل چې کابینه باید همه شموله وي او تجربه، تخصص او وړتیا په نظر کې ونیول شي.
په دې جرګه کې د جوزجان د خلکو استازې حلیمې صدف خبرداری ورکړ او ویې ویل: ((که په راتلونکې کابینه کې د ښځو موقف مشخص نه شي او حضور یې ډېر نه وي، په ولسي جرګه کې ښځې به هېڅ نوماند ته د باور رایه ور نه کړي.
هغې له ولسمشر غني او د ملي مصالحې له رییس داکتر عبدالله وغوښتل څو د کابینې په ترکیب کې ښځې له یاده ونه باسي.
د نیمروز ولایت استازي ګل احمد نورزاد وویل چې نور باید تېرې ناکامې څېرې د نوماند او سرپرست په توګه معرفي نه شي.
د دې جرګې ځینو نورو غړو هم دې ورته نظرونه درلودل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن