کابل(پژواک،۱۴غبرګولی۹۹): د ولسي جرګې يو شمېر غړو د وزیر محمداکبرخان جومات کې شوې چاودنه وغندله، دغه کار يې ستر جنايت وباله او پر امنيتي چارواکو د نيوکو تر څنګ يې وويل چې بايد د دې پېښې عاملين پيدا او سزا ورکړل شي.
تېره ورځ ماښام مهال د وزیر محمداکبرخان د جومات د اوداسه په ځای د چاودنې له امله د ياد جومات د ملا امام ډاکټر محمد اياز نيازي په ګډون دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
دغه چاودنه او په ځانګړي ډول د ډاکټر محمد اياز نيازي وژل کېدل د ولسي جرګې د غړو په ګډون د ډېرو کسانو له غبرګونونو سره مخ شوه.
په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي عبدالظاهر تميم یاده چاودنه وغندله او د نيازي د وژل کېدو په اړه یې وويل:« دا يو ستر جنایت و، د خدای (ج) عرش ولړزېد، ډاکټر نيازی د خلکو د ذهنونو د روښانولو، د ټولنيز عدالت د ټينګښت او حق ويلو په موخه په شهادت ورسېد. »
هغه پر امنيتي ځواکونو د نيوکو تر څنګ زياته کړه:« د کابل ښار په تر ټولو امنه سيمه کې چاودنه کېږي خو امنيتي ځواکونه د غفلت په خوب ويده دي.»
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي استاد حنيف وويل:« دعالمانو، پوهانو او مقدسو ځايونو امنيت بايد خوندي شي، تر څو موږ په راتلونکي کې بيا د دې شاهدان ونه اوسو چې زموږ مقدس ځايونه په خارو او وينو ولړل شي.»
نوموړي د دوکتور نيازي وژل کېدل يوه ستره ضايعه وبلله او د ياد بريد دعاملينو د پېژندلو او هغوی ته د سزا په ورکولو ټينګار وکړ.
د ولسي جرګې غړي غلام فاروق نظري وويل:« زه چې کله تر شورا راځم نو لس ځایه مې پلټنې کېږي، خو څنګه د اسلام د دين او خلکو دښمنانو وکړای شول د کابل ښار تر ټوله امنه سيمې ته ځان ورسوي.»
هغه د امنيتي ځواکونو د استجواب غوښتنه وکړه او ويې ويل چې امنيتي چارواکي په خپلو دندو کې ناکام دي او بايد د دوی په اړه تصميم ونيول شي.
د دې جرګې بل غړي سيد عظيم کبرزاني د دې د غندنې تر څنګ له حکومت څخه وغوښتل چې يو ځای د دوکتور نيازي په نوم ونوموي.
د ولسي جرګې يو شمېر نورو غړو هم د دوکتور نیازي وژنه يوه ستره ضایعه وبلله او د ياد بريد د عاملينو د پیدا کولو او هغوی ته په سزا ورکولو ټينګار وکړ.
د ولسي جرګې رییس مير رحمان رحماني هم پر ياد جومات بريد د هېواد د قسم خوړولو دښمنانو کار وباله او دا يې يو نه بښونکی جنايت یاد کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن