کندهار ښار (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۹) : د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې ۹ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
ځایي مسوولین وایي، پېښه نن غرمه ۱۱ بجې د دغې ولسوالۍ په خوشک رود سیمه کې شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د غبرګولي په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملکي وګړو پر یوه ډاټسن موټر چې له ارغستان ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته پر لارې و، د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې په کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
دی وايي، ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.
د ارغستان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي اختر محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په چاودنه کې وژل شوي او ټپيان شوي وګړي د دې ولسوالۍ د سپینې ګارې اوسېدونکي دي چې غوښتل یې کندهار ښار ته ولاړ شي.
هغه زیاته کړه، په پېښه کې د یو شمېر ټپیانو وضعیت خراب دی چې ټول میرویس روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. وسله والو طالبانو تر دې مهاله د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په تېرو درېیو اوونیو کې په کندهار کې درېیمه چاودنه ده چې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.
ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ده، دغه ولسوالي د بلوچستان ايالت له منزکي او د زابل ولايت له ښار صفا ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن