ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتيا وزارت: د حکيم الکوزي په درملو کې نشه يي توکي هم شامل دي

د عامې روغتيا وزارت: د حکيم الکوزي په درملو کې نشه يي توکي هم شامل دي

author avatar
3 Jun 2020 - 18:26
د عامې روغتيا وزارت: د حکيم الکوزي په درملو کې نشه يي توکي هم شامل دي
author avatar
3 Jun 2020 - 18:26

کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي، د حکيم الکوزي له لوري چې کوم درمل خلکو ته د کرونا د واکسين په نوم ورکول کېږي په خپل ترکيب کې نشه يي توکي «مورفین او تریاک» لري.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال وحيد مجروح نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې د حکيم الکوزي له لوري د کرونا جوړ شوي واکسين په مرکزي لابراتور کې څېړل شوي او ترکيبات يې هم په ډاګه شوي دي.

ده وويل، ازمايښتونو ښودلى چې د الکوزي په درملو کې «مورفین او تریاک» استعمال شوي، خلکو ته يواځې موقتي ګټه کوي خو کېداى شي په راتلوونکي يې په نشه يي توکو روږدي کړي.

دغه راز هغه دا هم وويل چې ورځ تر بلې په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر لوړيږي او پر دغه ويروس د اخته کسانو شمېره تر هغه لوړه ده چې له دغه وزارت سره ثبت شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس ٧٥٨ پېښې ثبت شوي چې له دې سره په هېواد پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ١٧٢٦٧ ته لوړه شوې ده.

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال ډاکټر وحيد مجروح نن په کابل کې د يوې خبري غوندې پرمهال وويل، په خواشينۍ سره ګڼ شمېر هېوادوال د کرونا ويروس د ټسټ لپاره روغتون ته مراجعه نه کوي.

ده وويل: ((ټول شکمن کسان بايد د چک لپاره روغتون ته مراجعه وکړي ځکه دغه ويروس بيا نورو کسانو ته هم سرايت کوي.))

هغه زياته کړه چې د عامې روغتيا وزارت لارښونو ته د نه پاملرنې له امله هره ورځ پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر لوړيږي.

د نوموړي په وينا د کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول يواځنۍ لار د عامې روغتيا وزارت د سپارښتنو عملي کول دي.

مجروح له خلکو غوښتنه وکړه چې هره ورځ لاسونه څو ځلې په صابون پرېمنځي، ټولينز واټن مراعت او له ماسک څخه استفاده وکړي ترڅو د کرونا ويروس د ګړندي سرايت مخه ونيول شي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال وايي چې دامهال په هيواد کې د کرونا ويروس د ناروغانو د تجريد لپاره ٣٥٠٠ بستره چمتو شوي او ٢٧ زره نور بسترونه به په ولسواليو کې هم فعاله کړاى شي.

ده زياته کړه: ((د PCR لس پايې ماشينونه به له نورو تجهيزاتو سره يوځاى ډېر ژر افغانستان ته را ورسيږي او په لسو نورو ولايتونو کې به هم د کرونا د ټسټ مرکزونه فعاله کړاى شي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.