کندوز ښار (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٩): د کندوز امنيه قوماندان او د دغه ولايت د قلعه زال ولسوال د کرونا ويروس له امله مړه شول.
د کندوز د والي وياند عصمت الله مرادي د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېر شوي کوچني اختر نه يوه ورځ وړاندې د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرشيد بشير د کرونا په ويروس اخته شوى و.
هغه وايي چې نوموړي تېره شپه د کابل په يوه روغتون کې د دې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.
مرادي دا هم وويل چې تېره شپه د دغه ولايت د قلعه زال ولسوال فهيم قرلق هم د کرونا ويروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت مرستيال ويانده مروه اميني هم وايي چې قوماندان بشير له تېرو څو ورځو راهيسې په کابل کې د کرونا ويروس له امله په روغتون کې بستري و.
دې وويل چې نوموړي تېره شپه د تنفسي ستونزو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
دغه راز د کندوز د کويد ١٩ روغتون رييس ذبيح الله مجيدي پژواک ته وويل چې د قلعه زال ولسوال له تېرو څو ورځو راهيسې په روغتون کې بستري و.
دى وايي: ((وضعيت يې ښه شوى و، بېګاه کورته لاړه څو ساعته وروسته يې بېرته راوست، وضعيت يې ډېر خراب شوى و، همدا و چې بيا يي ساه ورکړه.))
د يادونې ده چې جنرال عبدالرشيد بشير تر دې وړاندې د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت د امر په توګه او له تېر يوه کال راهيسې يې د کندوز د امنيې قومامدان په توګه دنده ترسره کوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن