د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني د وزیر محمد اکبرخان جومات پېښې د هر اړخیزې څېړنې امر کړی

ولسمشر غني د وزیر محمد اکبرخان جومات پېښې د هر اړخیزې څېړنې امر کړی

Jun 03, 2020 - 11:50

کابل(پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۹): ولسمشر محمداشرف غني د یوه حکم پربنسټ د وزیر محمداکبرخان په جامع جومات کې د شوې چاودنې د هر اخیزې څېړنې امر کړی دی.

پرون ماښام د کابل ښار د وزیر محمد اکبر خان جومات کې چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پژواک خبري اژانس ته وویلچې په دې پېښه د ډاکتر محمد ایاز نیازي په ګډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې نن (د غبرګولي ۱۴مه) پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې، راغلي: «ولسمشر محمداشرف غني د یوه حکم له لارې د هېواد د ممتاز عالم او د وزیرمحمداکبرخان جامع جومات د خطیب ډاکتر محمدایاز نیازي او یو شمېر لمونځ کوونکو د شهادت د دقیقې او هراړخیزې ارزونې په موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د وزیر عبدالحکیم منیب په مشرۍ شپږ کسیز پلاوی موظف کړ.»

‏سرچينه زياتوي چې په یاد پلاوي کې د افغانستان د علماوو سراسري شورا، لویې څارنوالۍ، د ملي امنیت شورا دفتر، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست باصلاحیته استازي غړیتوب لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan