ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه د حکیم الکوزي درمل څېړي

ولسي جرګه د حکیم الکوزي درمل څېړي

author avatar
3 Jun 2020 - 15:50
ولسي جرګه د حکیم الکوزي درمل څېړي
author avatar
3 Jun 2020 - 15:50

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۹): د ولسي جرګې رییس د دې جرګې د روغتیا کمېسیون ته دنده سپارلې څو د هغو درملو چې د یوه یوناني طبیب له خوا جوړ شوي او ځینو خلکو د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره ترې استفاده کړې ده، څېړنه وکړي.

په نړۍ او افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د ډېرېدو په ترڅ کې په دې وروستیو کې یوه طبیب د کرونا ضد درملو له جوړولو خبر ورکړی او سلګونو کسانو دغه درمل به وړیا ډول ترلاسه کړي خو تر اوسه د عامې روغتیا وزارت د دغو درملو صحت نه دی تایید کړی.

دغه درمل حکیم الکوزي چې د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، جوړ کړي او پر کرونا اخته ناروغانو ته یې وړیا ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې پر کرونا اخته ډېری ناروغان ادعا کوي چې د دغو درملو له خوړلو وروسته روغ شوي دي.

د عامېروغتیا موظف پلاوي چې څو ورځې مخکې یې د حکیم الکوزي له کلینیکه لیدنه وکړه،ویلي چې د دغه کلینیک فعالیت د یادو درملو تر څېړلو پورې بند شو، خو ویل کېږي چېحکیم الکوزي د درملو وېش ته دوام ورکړی دی.

د کندهار د خلکو وکیل سیداحمد سېلاب د جرګې په نننۍ غونډه کې وویل، دحکیم له خوا جوړ شوي دغه درمل زرګونو کسانوخوړلي او ناروغانو ویلي چې د دغو درملو په خوړو سره روغ شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((د دې پر ځای چې د عامې روغتیا وزارت دغه درمل په تخنیکي ډول وڅېړي، د حکیم په سپکولو پورې یې را اخیستې ده.))

د نوموړي په خبره، د حکیم درملو خلکو ته هیله پیدا کړې ده، خو د عامې روغتیا وزارت چمتو نه دی ویې څېړي چې دکرونا لپاره اغېزناک دي او که نه.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د کرونا ویروس وژونکی وباله او ویې ویل، کوم درمل چې د یاد طبیب له خوا جوړ شوي، ودېڅېړل شي، څو معلوم شي چې اغېزناک دي او که څنکه.

هغه د دې جرګې د روغتیا کمېسیون ته دنده وسپارله چې یاد درمل د عامې روغتیا له وزارت سره په همکارۍ تر څېړنې لاندې ونیسي.

د نوموړي په خبره، که دغه درمل مثبت ثابت شي، د افغانستان لپاره یوه لاسته راوړنه کېدای شي او باید د طبیب ملاتړ وشي، څو له دغو درملو په استفادې ټول نړیوال وژغورل شي.

هغه د دې جرګې له یاد کمېسیونه وغوښتل څو هر څو ژر په دې اړه خپلې څېړنې بشپړې کړي او د هغو راپور د جرګې له تالار سره شریک کړي څو په اړه یې پرېکړه وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.