د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسي جرګه: د کابیني غړي دې ژر تر ژره را معرفي شي

ولسي جرګه: د کابیني غړي دې ژر تر ژره را معرفي شي

Jun 03, 2020 - 15:13

کابل (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۹): د ولسي جرګې رییس په نږدې راتلونکي کې دې جرګې ته د کابینې د غړو له ور معرفي کولو خبر ورکړی او له ولسمشره یې غوښتي چې د کابینې په ټاکلو کې تجربه، وړتیا او تخصص په پام کې ونیسي او د تېرو ناکامو څېرو له معرفي کولو دې ډډه وکړي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د وکیلانو دغو اعتراضونو چې ګویا وزیران او سرپرستان ځواب ویونکي نه دي، وویل: ((ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې ولسي جرګې ته د باور رایې اخیستو لپاره نوماند وزیران معرفي شي.)) 

هغه زیاته کړه: ((هېڅ وزارت باید استثنا نه وي، ټول وزیران باید له قانون سره سم د باور رایه واخلي.))

د هغه په خبره، په پارلماني چارو کې، د سولې په چارو، پېښو ته د رسېدو په چارو،  د شهیدانو او معلولینو په چارو او د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزارتونه باید د کابینې له نورو غړو سره یوځای دغې جرګې ته معرفي شي.

د یادونې ده، د ملي شورا په تېره دوره کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر د باور رایې لپاره ولسي جرګې ته نه معرفي کېده.

رحماني زیاته کړه: ((هغه وزارتونه چې نوي رامنځته شوي، لومړی باید د هغو د رامنځته کېدو فرمان ور ولېږل شي، څو د جرګې د تایید وړ وګرځي او بودجه ولري.))

هغه دغه راز له ولسمشره وغوښتل څو د نوې کابینې په جوړولو کې تجربه،  تخصص او وړتیا په پام کې ولري او د تېرو ناکامو څېرو له ټاکلو دې ډډه وکړي.

د یادې جرګې نور غړي هم ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو د ژر ور پېژندلو غوښتونکي شول او ویې ویل چې کابینه باید همه شموله وي او تجربه، تخصص او وړتیا په نظر کې ونیول شي.

په دې جرګه کې د جوزجان د خلکو استازې حلیمې صدف خبرداری ورکړ او ویې ویل: ((که په راتلونکې کابینه کې د ښځو موقف مشخص نه شي او حضور یې ډېر نه وي، په ولسي جرګه کې ښځې به هېڅ نوماند ته د باور رایه ور نه کړي.

هغې له ولسمشر غني او د ملي مصالحې له رییس داکتر عبدالله وغوښتل څو د کابینې په ترکیب کې ښځې له یاده ونه باسي.

د نیمروز ولایت استازي ګل احمد نورزاد وویل چې نور باید تېرې ناکامې څېرې د نوماند او سرپرست په توګه معرفي نه شي.

د دې جرګې ځینو نورو غړو هم دې ورته نظرونه درلودل.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تېره ورځ ویلي وو چې په نږدې راتلونکې کې به نوماند وزیران د باور رایې اخیستو لپاره ولسي جرګې ته معرفي شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan