د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

وکیلان: د وزیر محمداکبرخان جومات کې د چاودنې عاملين بايد پيدا او سزا ورکړل شي

وکیلان: د وزیر محمداکبرخان جومات کې د چاودنې عاملين بايد پيدا او سزا ورکړل شي

Jun 03, 2020 - 15:17

کابل(پژواک،۱۴غبرګولی۹۹): د ولسي جرګې يو شمېر غړو د وزیر محمداکبرخان جومات کې شوې چاودنه وغندله، دغه کار يې ستر جنايت وباله او پر امنيتي چارواکو د نيوکو تر څنګ يې وويل چې بايد د دې پېښې عاملين پيدا او سزا ورکړل شي.

تېره ورځ ماښام مهال د وزیر محمداکبرخان د جومات د اوداسه په ځای د چاودنې له امله د ياد جومات د ملا امام ډاکټر محمد اياز نيازي په ګډون دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

دغه چاودنه او په ځانګړي ډول د ډاکټر محمد اياز نيازي وژل کېدل د ولسي جرګې د غړو په ګډون د ډېرو کسانو له غبرګونونو سره مخ شوه.

په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي عبدالظاهر تميم یاده چاودنه وغندله او د نيازي د وژل کېدو په اړه یې وويل:« دا يو ستر جنایت و، د خدای (ج) عرش ولړزېد، ډاکټر نيازی د خلکو د ذهنونو د روښانولو، د ټولنيز عدالت د ټينګښت او حق ويلو په موخه په شهادت ورسېد. »

هغه پر امنيتي ځواکونو د نيوکو تر څنګ زياته کړه:« د کابل ښار په تر ټولو امنه سيمه کې چاودنه کېږي خو امنيتي ځواکونه د غفلت په خوب ويده دي.»

په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي استاد حنيف وويل:« دعالمانو، پوهانو او مقدسو ځايونو امنيت بايد خوندي شي، تر څو موږ په راتلونکي کې بيا د دې شاهدان ونه اوسو چې زموږ مقدس ځايونه په خارو او وينو ولړل شي.»

نوموړي د دوکتور نيازي وژل کېدل يوه ستره ضايعه وبلله او د ياد بريد دعاملينو د پېژندلو او   هغوی ته د سزا په ورکولو ټينګار وکړ.

د ولسي جرګې غړي غلام فاروق نظري وويل:« زه چې کله تر شورا راځم نو لس ځایه مې پلټنې کېږي، خو څنګه د اسلام د دين او خلکو دښمنانو وکړای شول د کابل ښار تر ټوله امنه سيمې ته ځان ورسوي.»

هغه د امنيتي ځواکونو د استجواب غوښتنه وکړه او ويې ويل چې امنيتي چارواکي په خپلو دندو کې ناکام دي او بايد د دوی په اړه تصميم ونيول شي.

د دې جرګې بل غړي سيد عظيم کبرزاني د دې د غندنې تر څنګ له حکومت څخه وغوښتل چې يو ځای د دوکتور نيازي په نوم ونوموي.

د ولسي جرګې يو شمېر نورو غړو هم د دوکتور نیازي وژنه يوه ستره ضایعه وبلله او د ياد بريد د عاملينو د پیدا کولو او هغوی ته په سزا ورکولو ټينګار وکړ.

د ولسي جرګې رییس مير رحمان رحماني هم پر ياد جومات بريد د هېواد د قسم خوړولو دښمنانو کار وباله او دا يې يو نه بښونکی جنايت یاد کړ.

هغه د ډاکټر نيازي وژنه يوه ستره ضايعه وبلله او له حکومت څخه يې وغوښتل چې ډېر ژر دې د يادې چاودنې عاملين پيدا او په اشد مجازات دې محکوم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت د يادې چاودنې د څېړلو په موخه يو شپږ کسيزه پلاوی ټاکلی دی.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan