ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ټوله نړۍ کې درې میلیونه کسان له کرونا روغ شوي

په ټوله نړۍ کې درې میلیونه کسان له کرونا روغ شوي

author avatar
3 Jun 2020 - 11:10
په ټوله نړۍ کې درې میلیونه کسان له کرونا روغ شوي
author avatar
3 Jun 2020 - 11:10

کابل (پژواک،۱۴غبرګولی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې  له کرونا څخه د روغ شویو کسانو شمېره درې میلیونو ته رسېدلې ، ځو نږدې شپږ نیم میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

د کرونا ويروس چې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو او سیمو کې خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په اروپا او امريکا کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن غرمې پورې په ټوله نړۍ کې  د کرونا ناروغانو شمېره  شپږ میلیون او ۴۵ زروکسانو ته رسېدلې.

دغې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه درې میلیونه کسان چې پر دې ناروغۍ اخته وو، بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې ۳۸۲ زره کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېره یو میلیون او ۸۸۱  زرو  څخه اوښتې او ۱۰۸ زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

تر امریکا وروسته برازیل له کرونا ډېره ځپل شوې، هلته  ۵۵۸  زره کسان پرې اخته،  او ۳۱ زره مړه شوي دي، دغه راز روسیه په دریېم مقام کې ده، هلته ۴۲۳ زره کسان پرې اخته ، خو  یواځې پنځه زره کسان مړه شوي دي.

تر یادو هېوادونو وروسته هسپانیه ، بریتانیا، ایټالیا، هندوستان فرانسه، جرمني او پیرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېره ډېره ده.

په افغانستان کې هم دا ویروس په تیزۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، تر اوسه نږدې ۱۷ زره کسان پرې اخته، ۲۷۰ مړه او ۱۴۲۰  تنه بېرته روغ شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.