ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امر الله صالح: د دفتر او کورنۍ نيمايي غړي مې پر کرونا ويروس اخته شوي

امر الله صالح: د دفتر او کورنۍ نيمايي غړي مې پر کرونا ويروس اخته شوي

author avatar
4 Jun 2020 - 16:38
امر الله صالح: د دفتر او کورنۍ نيمايي غړي مې پر کرونا ويروس اخته شوي
author avatar
4 Jun 2020 - 16:38

کابل (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٩): د ولسمشر لومړى مرستيال سره له دې چې د کرونا ويروس په برخه کې د عامې روغتيا وزارت د سپارښتنو پر عملي کولو ټينګار کوي وايي چې د دفتر او کورنۍ نيمايي غړي يې پر دغه ويروس اخته شوي دي.

د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه کې له خلکو غوښتي چې کرونا ويروس جدي وګڼي او د عامې روغتيا وزارت لارښونې عملي کړي.

هغه ليکلي دي: ((کرونا يو ټولشموله او جدي آفت دى، هيله کوم د عامې روغتيا وزارت علمي لارښوونې په پام کې ونيسئ، پرځان او د خپلې کورنۍ پر غړو يې عملي کړئ، موږ کوښښ کوو چې د دغې مهلکې ناروغۍ زيانونه کم کړو، خو هېڅوک ترې خوندي نه دي.))

نوموړي زياته کړې: ((زما د دفتر او کورنۍ نيمايي غړي همدا اوس له دغه درد سره لاس او ګريوان دي.))

صالح وايي چې هېواد دا مهال د کرونا له پلوه له سخت حالت سره مخ دى او زياتوى: ((موږ له اوله د دغه حالت وړاندوينه کړې وه، موږ له خپلو ټولو سرچينو سره ستاسو په چوپړ کې يو، ستاسو همکاري دغه بحران کموالى شي، د ځان او کورنۍ لپاره مو د عامې روغتيا له وزارت سره همکاري وکړئ.))

په ورته وخت کې د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له ١٢٩٦ شکمنو پېښو څخه ٧٨٧ يې مثبتې وې.

سرچينه وايي چې تر اوسه په ټول هېواد کې ١٨٠٥٤ تنه پر کرونا ويروس اخته شوي چې له دې شمېرې څخه درې سوه يې مړه شوي او ١٥٨٥ يې بېرته روغ شوي دي.​

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.