ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دیني عالمان : حکومت دې د عالمانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي

دیني عالمان : حکومت دې د عالمانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي

author avatar
4 Jun 2020 - 17:05
دیني عالمان : حکومت دې د عالمانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي
author avatar
4 Jun 2020 - 17:05

پلخمري-تالقان (پژواک، ۱۵غبرګولی ۹۹): د بغلان او تخار ديني عالمانو د کابل ښار د وزير اکبرخان جومات د خطيب وژل کېدل په کلکه غندي او ټينګار کوي چې حکومت بايد د ديني عالمانو د ژوند خونديتوب لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

دوه ورځې وړاندې د کابل ښار د وزير محمد اکبرخان جومات په اودس خونه کې چاودنه وشوه چې له امله يې د دغه جومات د خطيب مولوي اياز نيازي په ګډون دوه تنه و وژل شول او څو تنه نور ټپيان شول.

د مولوي اياز نيازي وژل کېدو د ديني عالمانو ترڅنګ د ګڼ شمېر هېوادوالو غبرګونه را پارولي او له حکومت نه غوښتنه کوي چې د دغه ډول وژنو مخه بايد ونيسي.

په دې اړه د بغلان ديني عالمانو نن په مرکز پلخمري کې لويه اعتراضيه غونډه جوړه کړې وه.

د دغو ديني عالمانو له ډلې مولوي سراج الدين سيرت وويل، عام خلک ديني عالمانو ته په درنه سترګه ګوري، خو حکومت پر خپلو معاملو بوخت دى او د عالمانو د امنيت خونديتوب ته پاملرنه نه کوي.

ده زياته کړه: ((کله چې د ټولنې د مذهبي لارښود ژوند په خطر کې شي وګڼه چې د ټولنې ټول وګړي په خطر کې دي, نو حکومت ته په کار ده چې شته امنیتي ګواښونه له منځه یوسي.))

بل دیني عالم مولوي محمد یاسین مهدیار وویل چې پر دیني عالمانو برید د دین پر ستنو برید کول دي.

دى زياتوي: ((په تېر يو کال کې څو ديني عالمان و وژل شول، حکومت بايد نور د دغه شان وژنو مخه ونيسي او په دغه برخه کې دې قانع کوونکي ګامونه پورته کړي.))

يو شمېر نورو ديني عالمانو هم ورته څرګندونې وکړې او ګواښ يې وکړ چې که حکومت د دوى امنيت تامين نه کړي په لويو مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

بل لورته په تخار کې هم ديني عالمانو او مدني فعالانو د يوه لاريون په ترڅ کې د مولوي اياز نيازي وژل کېدل په کلکه غندلي دي.

د دغو کسانو له ډلې مدني فعال جمشيد پژواک ته وويل چې حکومت د ديني عالمانو د امنيت په تامينولو کې ناکامه دى.

ده وويل: ((حکومت بايد د مولوي اياز نيازي قاتلين پيدا او د خپلو اعمالو په سزا يې ورسوي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.