ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د خصوصي ښوونځيو مسوولین د ښوونځيو د بېرته پرانیستو غوښتنه کوي

د کندهار د خصوصي ښوونځيو مسوولین د ښوونځيو د بېرته پرانیستو غوښتنه کوي

author avatar
4 Jun 2020 - 16:16
د کندهار د خصوصي ښوونځيو مسوولین د ښوونځيو د بېرته پرانیستو غوښتنه کوي
author avatar
4 Jun 2020 - 16:16

کندهار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹): په کندهار کې د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې مسوولین او استازي د روغتیايي تدابیرو په مراعتولو سره د ښوونځیو د بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي.

خو د دې ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي، تر هغه چې مرکزي ادارې په دې اړه پرېکړه نه وي کړې، ښوونځي به بند وي.

شاوخوا درې میاشتې کېږي چې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه دولتي او خصوصي ښوونځي او د زده کړې نور مرکزونه تړلي دي.

خو د کندهار د خصوصي ښوونځیو لسګونه مسوولین او استازي نن په کندهار پریس کلب کې راټول شوي وو او د ښوونځيو د بېرته پرانیستو غوښتنه یې کوله.

هغوی ویل چې د روغتیايي تدابیرو په مراعتولو سره یې د ښوونځيو د خلاصون په موخه یوه طرحه هم ولایتي ادارې او د پوهنې ریاست ته سپارلې خو هغوی تر اوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی.

د کندهار د خصوصي ښوونځيو د اتحادیې په استازولۍ د یوه خصوصي ښوونځي مسوول بشیر احمد بشرمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښوونځيو د بندېدو له امله هغوی ته درانه زیانونه اوښتي او شاوخوا ۲۵۰۰ ښوونکي او اداري کوونکي بې کاره شوي دي.

هغه زیاته کړه، په کندهار ښار کې نور ځایونه پرانیستل شوي خو ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي، نور باید دا بې ګټې قرنطین پای ته ورسول شي، څو نور د زده کوونکو د زده کړې وخت ضایع نه شي.

ده خبر ورکړ چې له شبنې څخه ښوونځي پرانیزي او له والدینو یې غوښتنه وکړه چې خپل اولادونه د زده کړې لپاره ور ولېږي.

د یوه بل خصوصي ښوونځي مسوول محمد شریف زهیر ګیله وکړه چې د قرنطین په موده کې دولت او نورو ادارو له ښوونکو سره هیڅ راز مرسته نه ده کړې او هغوی له هره اړخه ځپل شوي، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې له ۲۵۰۰ څخه زیات خصوصي ښوونځي دولت ته څه له پاسه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ مالیه ورکوي.

ده وویل چې نور قرنطین ته دوام نه شي ورکولای او اړوندې ادارې باید دوی ته د روغتیايي تدابیرو سره د ښوونځيو د بېرته پرانیستلو اجازه ورکړي.

هغه غوښتنه وکړه چې د یوه څرګند میکانیزم له مخې دې هم دولتي او هم خصوصي ښوونځي بېرته پرانیستل شي، څو په دې توګه د زده کوونکو د زده کړې ضایع شوی وخت جبران کړای شي.

د دغې احتجاجي غونډې په پای کې یو پرېکړه لیک هم وړاندې شو چې په کې د ښوونځيو د نه پرانیستل کېد په صورت کې د سوله ییزو لاریونونو ګواښ شوی و.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.