ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې ۱۸۰۵۴ کسان پر کرونا اخته او ٣٠٠ مړه شوي

په افغانستان کې ۱۸۰۵۴ کسان پر کرونا اخته او ٣٠٠ مړه شوي

author avatar
4 Jun 2020 - 15:04
په افغانستان کې ۱۸۰۵۴ کسان پر کرونا اخته او ٣٠٠ مړه شوي
author avatar
4 Jun 2020 - 15:04

کابل (پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٨٧ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۱۸۰۵۴ ته لوړه شوه.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د غبرګولي په ١٥ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري رسنيو ته استول شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٢٩٦ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ٧٨٧ يې مثبتې وې.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ۱۸۰۵۴ ته لوړه شوه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٣٢٣ په کابل، ١١٠ په هرات، ٦٥ په کندهار، ٥٤ په ننګرهار، ٤٨ په بادغيس، ٤٠ په خوست، ٣٦ په پکتيا، ٣٤ په بلخ او ٣٢ په پکتيکا ولايتونو کې دي.

دغه راز په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس ١٨ مثبتې پېښې په نيمروز، ١٥ په کونړ، اته په تخار، دوه په باميان او يوه-يوه هم په پروان او لوګر ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې شپږ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر درې سوو ته ورسېد.

د خبرپاڼې په حواله، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٣ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شویو کسانو شمېره ١٥٨٥ ته لوړه شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.