کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹): د هېواد د سینما وتلی لوبغاړی حشمت الله فناييٍ تېره شپه د کرونا ناروغۍ له امله د ۷۲ کلونو په عمر په کابل ښار کې ومړ.
د حشمت الله فنايي زوی مسعود فنايي به خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې پلار یې د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
هغه دغه راز ویلي چې پلار یې له څو ورځو په را په دېخوا د شکري له ناروغۍ هم خورېده.
حشمت الله فنايي له پنځه لسیزې ډېر وخت هنري فعالیتونه کول او په لسګونو فلمونو او نمایش نامو کې نقش لوبولی دی.
د هېواد دغه مشهور هنر مند د تیاتر او سینما برخه کې لوړېزده کړې درلودې.
فنايي «دختری با پیراهن سفید»، «اراده»، «حادثه در راه»، «ارمان»، «صبور سرباز»، «من اسپ میخواهم نه زن» او او نور څو افغاني سریالونه کې او ان د کابل اکسپریس هندي فلم کې یې هم نقش لوبولی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن