د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«برېتانیا د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي»

«برېتانیا د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکوي»

Jun 04, 2020 - 16:31

کابل (پژواک،۱۵غبرګولی ۹۹): کابل کې د برېتانیا سفیر وايي چې د کرونا ویروس خپرېدو افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ کړی خو هېواد یې ژمن دی څو خپلې مرستې د روغتیا نظام د پیاوړتیا، حیاتي او بشري برخو کې له افغانستان سره وغځوي.

دغه مطلب په افغانستان کې د برېتانیا سفرې الیسون بلیک په هغې مقاله کې چې یوه کاپي پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، بیان شوی دی.

په دې مقاله کې راغلي دي چې د کرونا ویروس خپرېدو په ټوله نړۍ کې پر ټولنو اغېز کړی دی. دا په یوه نسل کې د نړۍ روغتیايي اضطراري حالت دی او اغېزې یې په ټوله نړۍ کې پر ټولنو، افرادو اوکورنیو جوت دی.

سرچینه په دوام لیکي: ((کولای شم په لږ ګومان سره ووایم چې په افغانستان کې په داسې حال کې چې دغه هېواد د تاوتریخوالي او جګړې د مخ بدلېدو او یوې باوري اوتلپاتې سولې ته د لار موندلو له ننګونو سره مخ دی، کرونا او د هغه اغېزې د افغانستان د خلکو لپاره بله هغه ننګونه چې یادې ننګونې یې نورې هم جدي کړې دي، لکه د معاش او روزګار پیدا کول، د ماشومانو ښوونه او روزنه، له کورنیو او دوستانو مراقبت، تاوتریخوالی له منځه وړل او د یوې ښې راتلونکې جوړول.))

د دې مقالې په برخه کې راغلي: ((موږ په برېتانیا کې د دغه هېواد د پراختیايي مرستو او نورو برنامو له لارې له افغانستان سره د مرستو د دوام او ملاتړ په موخه خپل کار ته دوام ورکوو.))

د دې مقالې په نقل: «کرونا ویروس اوس مهال اوسنی انسانی بحران پراخ کړی او د هغو کسانو یې ډېر کړی چې په فقر کې ژوند کوي او خوړو، پاکو اوبو او پاک چاپېریال ته اړتیا لري. په همدې دلیل موږ د ملګرو ملتونو له سازمان، نړیوال بانک او د افغانستان له دولت سره په همکارۍ ژمن یو څو خپلې بشردوستانه او حیاتي مرستې اړ کسانو ته چمتو کړو او د دې ترڅنګ د افغانستان د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق ته زموږ د کلنیو مالي مرستو له لارې خپل کار ته دوام ورکړو.))

د برېتانیا سفیرې څرګنده کړې ده: ((ان د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې برېتانیا له اپیدمې سره د چمتووالي نړیوال ایتلاف لوی ملاتړ کوونکی و او زموږ په ملاتړ سره د ګاوي واکسین اتحاد په نوم تر ۷۶۰ ماشومان یې د نړۍ په غریبو هېوادونو کې واکسین کړي دي.))

د سرچینې د معلوماتو له مخې برېتانیا د ګاوي ایتلاف یو له لویو تمویولوونکو دی او روان کال په اپرېل میاشت کې د بېلابېلو انتاني ناروغیو وقایې لپاره ۱،۶۵ میلیارده پونډه اودغه راز ۳۱۳ میلیونه پونډه یې د واکسین جوړولو، درملنو او نوو ټیستونو لپاره ژمنه وکړه.

دغه راز د مقالې په اخر کې راغلي: «کله چې موږ له دغه حالته راوځو، باید د خپلو شریکانو، دولتونو، مدني ټولنو او د ټولنو د نورو افرادو ملاتړ وکړو او د یوې همه شمولې نړۍ جوړولو چې پر عدالت ولاړه وي او خوندي وي او هر ځای چې کار کوو، د هغو له ډلې دلته په افغانستان کې هڅې کوو.»

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan