د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو له ډلې پنځه سلنه روغتیایي کارکوونکي دي

افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو له ډلې پنځه سلنه روغتیایي کارکوونکي دي

Jun 04, 2020 - 16:09

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان پر کرونا د اخته کسانو پنځه سلنه روغتیایي کارکوونکي او ډاکټران دي.

افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا وبا په ټولو ۳۴ ولایتونو کې خپره شوې او تر اوسه د افغانستان له ټول نفوس څخه یواځې د ۴۳۵۶۹ کسانو معاینات شوي دي.

دغه وزارت نن اعلان وکړ چې تر اوسه په ټولیزه توګه په افغانستان کې ۱۸ زره او ۵۴ کسان پر دې ناروغۍ اخته، ۳۰۰ مړه او ۱۴۸۵ نور بېرته روغ شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې تر اوسه ۱۳ تنه روغتیایي کارکوونکي او ډاکټران له کرونا څخه مړه شوي او د ټولو ناروغانو پنځه سلنه یې روغتیایي کارکوونکي دي.

د دغې سلنې له مخې, تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۸۵۰ تنه روغتیایي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې, ډېری روغتیایي کارکوونکي په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ ، کندهار او کندوز ولایتونو کې پر کرونا اخته شوي دي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، هلته تر اوسه شاوخوا ۲۷۰ تنه روغتیایي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي دي.

په ننګرهار کې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې رييس اسماعيل ستانکزی وایي، چې دغه ولايت کې د کرونا په ناروغۍ ۱۷۷ روغتيايي کار کوونکي اخته شوي او دغه راز د ۴۰ نورو کسانو معاینات تر پروسس لاندې دي.

هغه زياته کړه: ((په دې کې ۸۶ تنه حوزوي روغتون کې دي، ۴۰ تنه د فاطمه الزهرا روغتون کې، ۱۷تنه ICO کې، ۹تنه د محبس په روغتون کې، ۲۰ تنه د ولسواليو روغتيايي پرسونل دی.))

بلخواد بلخ د عامې روغتیا ریاست وایي چې ددې ولایت ۷۰ تنه روغتیایي کارکوونکي او ډاکټران پر کرونا اخته شوي دي.

د دې ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر نظام الدین پژواک ته وویل چې په دې کسانو کې ۴۲ ډاکټران، ۴ قابلې، ۴ نرسان، درې دلابراتوار کارکوونکي او ۱۷ نور روغتیایي کارکوونکي دي.

دغه راز د کندهار، هلمند ، کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو روغتیایي مسوولینو هم پر کرونا د خپلو کارکوونکو د اخته کېدو خبر ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له ۳۰۰ مړو شویو کسانو څخه یې ډېری له ۴۰ څخه تر ۶۹ کلونو پورې عمر درلود او تر نیمایي زیات یې نارینه دي.

د سرچينى دمعلوماتو له مخې, تر پرون پورې له ټولو ۲۹۷ مړو شویو کسانو څخه یې ۴۲ ښځې او پاتې نور یې نارینه وو.

دغه وزارت اندېښنه ښودلې، چې په راتلونکو اوونیو کې به په افغانستان کې د کرونا ناروغي ډېره پراخه ، د ناروغانو او مړو کچه به لوړه شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، کابل ولایت د ۷۱۳۳ ناروغانیو په درلودو سره کرونا ډېر ځپلی, ورپسې بیا هرات ۳۲۲۷، بلخ ۱۲۱۳ ، ننګرهار۸۹۴ او کندهار ۷۵۵ ناروغان لري.

خو دغه وزارت اندېښنه ښودلې چې په یو شمېر ولایتونو کې قرنطین نرم شوی او بازارونه بېرته پرانيستل شوي، چې د وبا د خپرېدو وېره یې زیاته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر په مشرۍ د کابینې وروستۍ غونډې د قرنطین د نرم کولو په اړه مصوبه تصویب نه کړه او راتلونکې غونډې ته یې پرېښوده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan