ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو له ډلې پنځه سلنه روغتیایي کارکوونکي دي

افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو له ډلې پنځه سلنه روغتیایي کارکوونکي دي

author avatar
4 Jun 2020 - 16:09
افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو له ډلې پنځه سلنه روغتیایي کارکوونکي دي
author avatar
4 Jun 2020 - 16:09

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹): د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان پر کرونا د اخته کسانو پنځه سلنه روغتیایي کارکوونکي او ډاکټران دي.

افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا وبا په ټولو ۳۴ ولایتونو کې خپره شوې او تر اوسه د افغانستان له ټول نفوس څخه یواځې د ۴۳۵۶۹ کسانو معاینات شوي دي.

دغه وزارت نن اعلان وکړ چې تر اوسه په ټولیزه توګه په افغانستان کې ۱۸ زره او ۵۴ کسان پر دې ناروغۍ اخته، ۳۰۰ مړه او ۱۴۸۵ نور بېرته روغ شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې تر اوسه ۱۳ تنه روغتیایي کارکوونکي او ډاکټران له کرونا څخه مړه شوي او د ټولو ناروغانو پنځه سلنه یې روغتیایي کارکوونکي دي.

د دغې سلنې له مخې, تر اوسه په افغانستان کې شاوخوا ۸۵۰ تنه روغتیایي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې, ډېری روغتیایي کارکوونکي په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ ، کندهار او کندوز ولایتونو کې پر کرونا اخته شوي دي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، هلته تر اوسه شاوخوا ۲۷۰ تنه روغتیایي کارکوونکي پر کرونا اخته شوي دي.

په ننګرهار کې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې رييس اسماعيل ستانکزی وایي، چې دغه ولايت کې د کرونا په ناروغۍ ۱۷۷ روغتيايي کار کوونکي اخته شوي او دغه راز د ۴۰ نورو کسانو معاینات تر پروسس لاندې دي.

هغه زياته کړه: ((په دې کې ۸۶ تنه حوزوي روغتون کې دي، ۴۰ تنه د فاطمه الزهرا روغتون کې، ۱۷تنه ICO کې، ۹تنه د محبس په روغتون کې، ۲۰ تنه د ولسواليو روغتيايي پرسونل دی.))

بلخواد بلخ د عامې روغتیا ریاست وایي چې ددې ولایت ۷۰ تنه روغتیایي کارکوونکي او ډاکټران پر کرونا اخته شوي دي.

د دې ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر نظام الدین پژواک ته وویل چې په دې کسانو کې ۴۲ ډاکټران، ۴ قابلې، ۴ نرسان، درې دلابراتوار کارکوونکي او ۱۷ نور روغتیایي کارکوونکي دي.

دغه راز د کندهار، هلمند ، کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو روغتیایي مسوولینو هم پر کرونا د خپلو کارکوونکو د اخته کېدو خبر ورکړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.