ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“افغان ښځو ته دې د بین الافغاني مذاکراتو د بهیر په ټولو برخو کې ونډه ورکړل شي”

“افغان ښځو ته دې د بین الافغاني مذاکراتو د بهیر په ټولو برخو کې ونډه ورکړل شي”

author avatar
4 Jun 2020 - 14:35
“افغان ښځو ته دې د بین الافغاني مذاکراتو د بهیر په ټولو برخو کې ونډه ورکړل شي”
author avatar
4 Jun 2020 - 14:35

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹) : اروپایي ټولنې، کاناډا، استرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو په بهیر کې د ښځو پر معنی لرونکي ګډون ټینګار کړی دی.

په کابل کې د کاناډا سفارت له خوا د غبرګولي په ۱۵مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غوښتنه د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، المان، هالینډ ، ناروې، سویډن، انګلستان سفارتونو او د اروپایي ټولنې پلاوي په یوه ګډه خبرپاڼه کې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغو هېوادونو د افغانستان د سولې د مصالحې شورا د رامنځته کېدو هرکلی کړی او هیله من دي چې دغه اقدام به په نږدې راتلونکي کې د بین الافغاني خبرو اترو د پیلېدو د نېټې د اعلان لامل وګرځي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې شورا رامنځته کېدل د افغانانو تر مالکیت او مشرۍ لاندې د سولې بهیر پر لور مهم او اساسي اقدامات ګڼل کیږي.

یادو هېوادونو ویلي، اوس اړتیا ده ترڅو د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبان دواړه د مذاکراتو په بهیر کې د ښځو پر معنا لرونکي ګډون باندې ټینګار وکړي.

سرچینې زیاته کړې ، تاریخ دا ښودلې ، چې د سولې هغه تړونونه دوامداره او ډیر بریالي وي چې پکې ښځې په بشپړه توګه ښکېلې او شاملې وي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان دولت او طالبان باید ښځې د سولې د بهیر په ټولو اړخونو لکه د مشرتابه شورا، مذاکراتي ټیمونو، مشورتي شوراګانو او نورو فني او مشورتي ټیمونو کې شاملې کړي.

دغو هېوادونو دغه راز له دواړو خواوو غوښتي چې ترڅو د سولې په جوړښتونو کې پر شرایطو برابر او وړ دلازیاتو ښځو د ګومارنې لپاره خپلې هڅې لا دوه برابره کړي.

سرچینې زیاته کړې: (( موږ دغه راز پر نارینه وو د جنسیتي یووالي د ملاتړو په توګه ټینګار کوو او ورڅخه غواړو ترڅو په دغه بهیر کې د ښځو ګډون لا وهڅوي او پر ښځو باندې اغېر لرونکي موضوعات په مدبرانه توګه په پام کې ونیسي.))

یادو هېوادونو ویلي، د افغانستان اساسي قانون کې د ښځو مندرج اساسي حقونه د سولې د بهیر د یوې برخې په توګه باید حفظ او لا پیاوړي شي، په دغو حقونو کې د ښځو کار، زده کړې، سفر، ټولنو جوړېدو ازادي او روغتیايی خدمتونو ته لاسرسی شامل دي.

سرچینې زیاته کړې، هیڅ هېواد نه شي کولی چې د خپل هېواد د وګړو د نیم نفوس له پامه غورځولو سره بريالی شي، دیو سوکاله او سوله ییز افغانستان راتلونکی د افغان ښځو د نه محقق شویو وړتیا پېژندلو اوله هغه څخه په ګټې اخیستنې پورې تړلی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.