ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حکومت رهبرۍ غونډه کې د قرنطین نوې طرحه تصویب شوه

د حکومت رهبرۍ غونډه کې د قرنطین نوې طرحه تصویب شوه

author avatar
4 Jun 2020 - 21:15
د حکومت رهبرۍ غونډه کې د قرنطین نوې طرحه تصویب شوه
author avatar
4 Jun 2020 - 21:15

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹): د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه کې د قرنطین او د کار د تنظیم طرحه منظور شوه.

له ارګه د غبرګولي په ۱۵مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ويډيو کنفرانس له لارې د حکومت د رهبري غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

سرچینې زیاته کړې، په پیل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال  محمد سرور دانش د کابینې د پرېکړې  په تعقیب د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې روشونو او کار د تنظیم مرحله واره طرحه وړاندې کړه.

 هغه زیاته کړه، د دې طرحې موخه په لنډ، منځ او اوږد مهال کې د کرونا له امله د پیدا شوو ستونزو مدیریت، د اخته کېدو کچې راکمول او د روغتیایي خدمتونو او مرکزونو د ظرفیت لوړول دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې روشونو او کار د تنظیم مرحله واره طرحه د هر اړخیزو بحثونو په پایله کې له یو شمېر بدلونونو او تعدیلاتو سره منظور او پرېکړه وشوه چې د سرور دانش به د یادې طرحې جزئیات له هېوادوالو سره شریک او حکومت به یې ژر عملي کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د فلاکت مرحلې او ننګونو په اړه د خبرو پر مهال وویل، ټولې ادارې باید د حکومت او ولسمشر لیدلوری دقیق مطالعه کړي او د هغه په رڼا کې دې د افغانستان ملي برنامه او ټول اقدامات همغږي کړي.

ولسمشر غني د کرونا ویروس د خپرېدو لومړي مراحلو سم مدیریت ته په اشارې وویل، نسبي بریاوې او ننګونې وې، مګر علما، مدني ټولنې او نور ظرفیتونه دې د فلاکت په مرحله کې د خلکو پوهاوی زیات کړي، خلک باید واقعبین او د کرونا ویروس پر وړاندې ترسره کېدونکو اقداماتو ته هیله من وي.

هغه د افغانستان له اړوندو دولتي ادارو وغوښتل چې له نړیوالې ټولنې سره د ګډ کار او مرستو جلبولو لپاره لا زیات کار او له کرونا ویروس سره د موثرې مبارزې لپاره د نورو هېوادونو تجربو ته پام وکړي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د حکومت رهبرۍ غونډې ته له پیله تر دې مهاله د تشخیص، روغتیایي او وقایوي خدماتو، درملنې، تجرید، د روغتیایي مرکزونو د ظرفیتونو لوړولو او په کارونو او خدماتو کې د ځنډ د نه راتګ په موخه د جمهوري ریاست له لوري د ورکړل شوو واکونو پر اساس ولایتونو ته د منابعو د تخصیص په اړه مفصل راپور وړاندې کړ. 

ولسمشر د عامې روغتیا وزارت هڅې وستایلې او په ټینګار سره یې وویل، خلکو ته د روغتیایي خدماتو، د کرونا وبا د تشخیص او ازمایښتونو په برخه کې باید زیات کار وشي.

هغه زیاته کړه، د حکومت رهبري د نړیوالې ټولنې، بین المللي بنسټونو او نړیوال بانک ژمنتیا او مرستې همغږې کړې او له همدې امله حکومت او خلک له هېڅ عمده ننګونو سره مخ نه دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.