ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خصوصي ښوونځیو ښوونکي: موږ ته دې د دولتي ښوونځیو په څېرحقوق راکړل شي

د خصوصي ښوونځیو ښوونکي: موږ ته دې د دولتي ښوونځیو په څېرحقوق راکړل شي

author avatar
4 Jun 2020 - 15:33
د خصوصي ښوونځیو ښوونکي: موږ ته دې د دولتي ښوونځیو په څېرحقوق راکړل شي
author avatar
4 Jun 2020 - 15:33

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹): کابل ښار کې د خصوي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي دخپل ژوند وضعیت ته د اندېښنې ترڅنګ له حکومته غواړي چې له دوی سره دې هم د دولتي ښوونځیو د ښوونکو په څېر چلند وشي او خبرداری یې ورکړ که یې غوښتنېا ته پام ونه شي، پر اعتراضونو به لاس پورې کړي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم چې تر اوسه پرې تر ۱۷۰۰۰ ډېر کسان اخته او تر ۲۹۰ کسانو ډېر مړه شوي، پر دولتيادارو سربېره، دولتي او خصوصي ښوونځي هم تړلي دي.

د خصوصي ښوونځیو یوه ښوونکې معصومه نظري نن کابل کې خبري ناستې ته وویل چې دخصوصي ښوونځیو ډېری ښوونکي له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغې زیاته کړه: ((ډېری معلمانو په تېرو څو میاشتو کې خپل اقتصادي ستونزې په یوډول نه یو ډول رفعه کړې دي او د وضعیت ښه کېده په هیله بالاخره مجبور شول څو له دوکاندارانو او کسانو قرض واخلي، خو لهبده مرغه د قرنطین دوام د دې لامل شو چې اوس هیڅوک هم ورسره مرسته نه کوي.

هغې دافغانستان له حکومته وغوښتل څو لهدغه قشر سره د مرستې لپاره بودګه ځانګړېکړي او د حصوصي ښوونځیو ښوونکو له ستونزو ووځي.

د نوموړې په خبره، شاوخوا شپږ میاشتې کېږي معاشونه یې نه دي اخیستي؛ ځکه مخکې له قرنطینه خصوصي ښوونځي په ژمنۍ رخصتي کې وو او د خصوصي ښوونځيو ښوونکي ته په ژمي کې معاش نه ورکول کېږي.

هغې د دې په ویلو سره چې د خصوصي ښوونځیو ښوونکو هر وخت دولت ته مالیه ورکړې ده، زیاته کړه چې د خصوصي ښوونځیو ښوونکي هم باید د دولتي په څېر له ټولو امتیازاتو برخمن وي.

یو بل ښوونکی محمد یونس شرق چې د نورو اعتراض کوونکو په استازیتوب یې خبرې کولې، ورته نظر درلود او زیاته یې کړه: ((که له دغو ښوونکو سره مرسته ونه شي، د خصوصي ښوونځیو ډېری ښوونکي به له سختو ستونزو سره مخ شي.))

دی هم له دولتي ښوونځیو سره د ورته امتیازاتو غوښتنکی شو او ویې ویل چې د خصوصي ښوونځیو له ښوونکو سره د مرستې لپاره باید بودجه ځانکړې شي.

هغوی خپل برحقو غوښتنو ته د ځواب غوښتونکي دي.

یادو ښوونکو دغه راز خبرداری ورکړ، که یې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شي، مدني اعتراضونه به وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.