کابل(پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹) : د دوکتور محمد اياز نيازي جسد نن د غازي ستډيوم کې د جنازې تر لمانځه وروسته د وزير محمد اکبر خان جامع جومات په انګړې کې خاور ته وسپارل شو.
دوکتور محمد اياز نيازی وړمه ورځ ماښام مهال د وزير محمداکبرخان د جومات د اوداسه په ځای کې د چاودنې له امله د يو بل کس په ګډون ووژل شو او اته تنه نور ټپيان شول.
تېره ورځ ولسمشر محمداشرف غني د يوه حکم پربنسټ د وزير محمداکبرخان په جامع جومات کې د شوې چاودنې د هر اړخيزې څېړنې امر کړی دی.
د دوکتورنيازي د جنازې لمونځ د هغه د کورنۍ په وړانديز د حج او اوقافو سرپرست مولوى عبدالحکيم منيب ادا کړ.
مولوى منيب، د جنازې تر لمانځه وړاندې د دوکتور نيازي شهادت يوه نه جبرانېدونکې ضايعه وبلله او ويې ويل چې داکټر نيازی په هېواد کې د سولې داعي، اعتدال غوښتنونکی او يو ستر ديني مبلغ و.
هغه وويل:"زه د ولسمشر د حکم له مخې د شهيد نيازي د شهادت د څرنګوالي د پلاوي مشر ټاکل شوی يم، له دې سره سره چې دې ته د ورته پېښو د کومې پلټنې مشري مې نه ده کړې, خو څومره چې توان لرم دغه قضيه به په محتاطانه ډول څېړو او خدای مه کړه چې زه يا بل څوک د شهيد له وينو ناوړه استفاده ونه کړو."
منيب دعا وکړه:"لوی خدای (ج) د دې شهيد د وينو په برکت په افغانستان کې جګړه ختمه، تلپاتې سوله ټينګه،د کرونا مصيبت او نور ټول مصيبتونه پای ته ورسوي."
دکابل پوهنتون رییس محمد عثمان بابري د لوړو زده کړو وزارت پيغام ولوست او ويې ويل چې دوکتور نيازی د عدالت غوښتونکی، د نفاق دښمن او د غيراخلاقي کړنو خلاف او ستر مبلغ و.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي واقف حکيمي د دوکتور نيازي وژل کېدل يوه ستره ضايعه وبلله او له ټولو هغو کسانو يې مننه وکړه چې د دوکتور نيازي د جنازې په مراسمو کې يې ګډون کړی وو.
محمد اياز نيازی په ۱۳۴۳ لمريز کال کې د بدخشان د يمګان په ولسوالۍ کې زېږېدلی و . هغه تر لومړنيو زده کړو وروسته د اسلامي زده کړو لپاره پاکستان او ترهغه وروسته د مصر الازهر پوهنتون ته ولاړ او هلته يې د اسلامي اقتصاد په برخه کې ليسانس او ماسټري واخيسته او په همدې پوهنتون کې يې د اسلامي فقهې له نظره د نړيوالو اړيکو په برخه کې د دوکتورا سندهم تر لاسه او بېرته
کابل ته راغی او د کابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي استاد په توګه يې دنده پيل او تر څنګ يې د وزير اکبرخان په جومات کې خطيب هم و.
دوکتور نيازي شاوخوا ۱۴ کاله د ملي تلوېزيون له لارې په ژوندۍ بڼه د خلکو ديني پوښتنې هم ځواب کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن