د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

روان کال به په پروان کې د زردالو حاصلات ۲۴ زره ټنو ته لوړ شي

روان کال به په پروان کې د زردالو حاصلات ۲۴ زره ټنو ته لوړ شي

Jun 04, 2020 - 14:06

کابل (پژواک، ١٥غبرګولی ۹۹): د کرنې وزارت وایي چې د اټکل له مخې ښايي سږکال په پروان کې د زردالو حاصلات شاوخوا ۲۴ زره ټُنو ته لوړ شي.

دغه څرګندونې د ياد وزارت په هغه خپره شوې خبرپاڼه کې شوي چې يوه کاپي یې نن پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې ده.

په خبرپاڼه کې د پروان د کرنې رياست د رییس عبدالوهاب خيرزاد له قوله ويل شوي:«د تازه ميوو په منځ کې تر انګورو وروسته زردالو دویم ځای لري چې دا مهال په دې ولايت کې دوه زره او ۲۹۸ هکتاره د رزدالو بڼوڼه شته.»

د خبرپاڼې پر بنسټ، شینوارو، سیاه‌ ګرد، سرخ‌ پارسا او د غوربند شیخ‌علي دره د پروان ولايت هغه ولسوالۍ دي چې تر ډېره د زردالو بڼونه په کې شته.

په ورته مهال د پروان د کرنې رياست چارواکي وايي، د تېرو کلونو په اوږدو کې په پروان کې د زردالو ۳۵۰۰  نوي بڼونه جوړ شوي، ۵۸۱۰ تنو بڼوالو ته د بڼوالۍ په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوې او تر دوو زرو ډېرو بڼوالو ته د بڼوالۍ توکي هم ورکړل شوي دي.

د پروان د کرنې رياست د معلوماتو پربنسټ، دا مهال په دغه ولايټ کې ۵۷۴۵ تنه بزګر د زردالو په روزنه بوخت دي. نږدې لس سلنه زردالو د پروان د کورنيو اړتياوو پرمهال لګول کيږي، ۳۰ سلنې نه کِښته جوړېږي او پاتې نږدې ۶۰ سلنه کورنيو او بهرنيو بازارونو ته صادرېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سياه ګرد ولسوالۍ د «فره ګرد» سيمې يو بڼوال محمدشفيق د کرنې او مالدارۍ وزارت د باغدارۍ د ملي پروژې له خوا ورکړل شوې زده کړې او مرستې د بڼونو د حاصلاتو په ډېروالي کې ډېرې مهمې بللې دي.

هغه ويلي:«موږ د مالدارۍ او بڼوالۍ د ملي پروژې له لارې تخنيکي زده کړې او مشورې تر لاسه کړي، زموږ لپاره ډېرې ګټورې وې؛ خو موږ تخنيکي توکو او درملو ته ډېره اړتيا لرو، تر څو وکولای شو د زردالو ونې په خپل وخت له افتونو وژغورو.»

دغه راز د سياه ګرد ولسوالۍ د «رنګاب» سيمې يو بڼوال عبدالحق هم په دې ولايت کې د زردالو د حاصلاتو له ډېروالي خبر ورکوي، خو وايي، سږکال به د هوا د یخوالي له امله د بڼونو حاصلات لږ وروسته پاخه شي.

سرچينه ليکي چې دغه بڼوال د خپلو حاصلاتو د پلور په موخه د بازار له نشتوالي شکايت کوي او وايي:«په تېرو کلونو کې موږ له زردالو ښه ګټه ترلاسه کوله، خو تېر کال زردالو ډېر خرڅ نه شول او سږکال هم نه پوهېږو چې څه به کېږي.»

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan