کابل (پژواک، ۱۵ غبر ګولی ۹۹): د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې د طالبانو پلاوی اوس هم په کابل کې له دولت سره د بندیانو پر لېستونو کار کوي.
دطالبانو دغه پنځه کسیز پلاوی څو ورځې مخکې کابل ته راغلی، څو د پاتې بندیانو پر خوشي کولو له حکومت سره له نږدې کار وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د غبرګولي په ۱۵مه پژواک اژانس ته وویل چې طالب پلاوی اوس هم په کابل کې دی.
هغه زیاته کړه چې دغه پلاوی د افغان حکومت له اړوند پلاوي سره د پاتې بندیانو پر لېستونو په ګډه کار کوي او ډېر ژر به د نورو بندیانو د خوشي کولو لړۍ پیل شي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه په قطر کې د لاسلیک شوي تړون له مخې، تربین الافغاني مذاکراتو باید حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان او طالبان د حکومت زر بندیان خوشي کړي.
حکومت وایي چې تر اوسه یې د طالبانو ۲۷۱۰ بندیان خوشي کړي، خو طالبان دا شمېره کمه، ۲۲۸۰ کسان ښیي.
بلخوا طالبان وایي چې تراوسه یې د حکومت ۴۲۰ بندیان خوشي کړي، خو حکومت وایي چې په هغو کې یو شمېر ملکي وګړي او ملکي مامورین هم شامل دي.
د افغانستان حکومت اعلان کړی و چې له بین الافغاني مذاکراتو مخکې به په وقفه یي توګه په لومړي پړاو کې د طالبانو ۳۵۰۰ بندیان خوشي کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن