د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې يوه پولیس د امنيه قوماندانۍ رېنجر موټر طالبانو ته تسليم کړی

ننګرهار کې يوه پولیس د امنيه قوماندانۍ رېنجر موټر طالبانو ته تسليم کړی

Jun 04, 2020 - 21:09

جلال اباد (پژواک, ۱۵ غبرګولی ۹۹): د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امريت يوه کارمند خوږياڼو ولسوالۍ کې د پولیسو یو رېنجر موټر طالبانو ته تسليم کړی دی.

که څه هم چارواکي دقيق نه وايي چې ياد عسکر هم تسليم شوی او کنه خو ويل کېږي چې نوموړی هم له طالبانو سره يوځای شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۱۵مه پژواک اژانس ته وویل، پېښه رامنځته شوې او د بېرته تر لاسه کولو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

نوموړي که څه هم دقيق معلومات نه درلودل خو يادونه يې وکړه چې ښایي د امنيه قوماندانۍ د امنيت امريت دغه کارمند سرتېری هم طالبانو ته تسليم شوی وي.

د خوږیاڼي په وینا، دغه سرتېری له کلونو راهيسې دغه امريت کې دنده درلوده او د امنيت امر سره کوم تړاو نه لري.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان که څه هم پېښه رد نه کړه خو په دې تړاو يې د معلوماتو نه درلودو خبره وکړه.

تر اوسه روښانه نه ده چې ياد پوليس سرتېري دا کړنه ولې ترسره کړې, خو چارواکي وايي، د معلومولو لپاره يې څېړنې پيل کړې دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan