د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې ښځو "جنګ د څه لپاره؟" تر نامه لاندې لاریون وکړ

په کندهار کې ښځو "جنګ د څه لپاره؟" تر نامه لاندې لاریون وکړ

Jun 04, 2020 - 20:32

کندهار (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹): په کندهار کې لسګونو ښځو له خپلو یتیمو ماشومانو سره یو ځای لاریون وکړ او د جګړې له ښکېلو غاړو یې د سولې غوښتنه وکړه.

د لاریون برخه والو (جنګ د څه لپاره؟) شعارونه بدرګه کول او د کندهار ښار له "شهید" پتیال واټ څخه تر کندهار پوهنتون پورې یې پلی تګ وکړ.

د لاریون یوې برخه والې شافیعې پژواک خبري اژنس ته وویل، له خپلو یتیمو ماشومانو سره یو ځای نن راوتلې ده څو پر وسله والو طالبانو او حکومت د سولې غږ وکړي.

هغې زیاته کړه، د خاوند له وژل کېدو وروسته یې له نېش ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته په یوه جوړه جامو کې له جنګه پناه راوړې او له خپلو سر او نیم سر اولادو سره په یوه خرابه کې اوسي.

دغې مېرمنې په ژړا او سلګیو د خپل ژوند کیسه کوله او ویل یې: ((اولادونه مې وږي دي، ډوډۍ غواړي، خو زه هغوی ته ډوډۍ نه شم پیدا کولای او هره شپه تر سهاره ورسره ژاړم.))

دا وايي، جګړې د دې ټوله کورنۍ بدبخته کړې ده او نور د جګړې د دوام د زغملو نه دی.

دې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د کونډو او یتیمانو له ازاره ووېرېږي او نور سوله وکړي.

د سلیمې په نوم یوې بلې مېرمنې چې دوه ځوان زامن یې په جګړه کې له لاسه ورکړي، پژواک ته وویل، وسله والو طالبانو له امریکایانو سره سوله وکړه خو له خپلو افغان وروڼو سره یې جنګ روان ساتلی دی.

هغې پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د خپلو وروڼو له وژلو لاس واخلي او سوله وکړي.

دا وايي، جګړې د ټول افغانستان اوسېدونکي د غم پر ټغر کېنیولي او روانه جګړه څرګنده ورور وژنه ده.

د کندهار ښار بلې اوسېدونکې رحمانیې چې په لاریون کې یې برخه اخیستې وه، په لومړي ګام کې پر اوربند او بیا د بین الافغاني خبرو د ژر پیل کېدو ټینګار وکړ.

هغې پژواک ته وویل: ((په داسې حال کې افغانستان او نړۍ د کرونا وبا له ګواښ سره مخ ده، چې زرګونه افغانان په اخته شوي او ګڼې کورنۍ یې د غم پر ټغر کېنولې، خو وسله والو طالبانو په دغسې حالت کې هم جګړې ته دوام ورکړی او هره ورځ خپله وروڼه وژني.))

هغې د جګړې له دواړو غاړو وغوښتل چې پر خلکو رحم وکړي، جګړه ودروي او ژر تر ژره د سولې خبرې پيل کړي.

د لاریون برخه والو ګواښ وکړ که غوښتنو ته یې درناوی و نه شي نو لاریونونه به یې دوام ولري.

په کندهار کې داسې مهال لسګونه ښځې د جګړې په خلاف لاریون کوي چې په تېرو درېیو اوونیو کې د سړک غاړې ماینونو لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا لاریون په داسې حال کې شوی چې نن په کابل کې یو شمېر سفارتونو په ګډه اعلامیه کې په افغان سولې پروسه او بین الافغاني مذاکراتو کې ښځو ته د زیاتې ونډې پر ورکولو ټینګار وکړ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan