ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیسو زابل کې لس ټنه نشه یي توکي نیولي

پولیسو زابل کې لس ټنه نشه یي توکي نیولي

author avatar
4 Jun 2020 - 11:10
پولیسو زابل کې لس ټنه نشه یي توکي نیولي
author avatar
4 Jun 2020 - 11:10

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۹۹): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د زابل په مرکز کلات ښار کې يې درې کسان د لس ټُنه نشه ‌يي توکو د قاچاق په تړاو نيولي دي.

د کورنيو چارو وزارت له خوا د غبرګولي په ۱۵مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زابل د امنيه قوماندانۍ له نشه‌يي توکو سره د مبارزې منسوبينو د کلات ښار اړوند په باکرزو سيمه کې درې کسان د لس ټُنه نشه ‌يي توکو د قاچاق په تړاو نيولي دي.

سرچينه زياتوي، يادو کسانو لس زره کيلوګرامه بنګدانې په يوه عراده ټېلر موټر کې ځای پر ځای کړې وې او غوښتل يې کندهار ښار ته يې ولېږدوي.

په  خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوي کسان د لا ډېرو څېړنو په موخه د زابل امنيه قوماندانۍ ته لېږدول شوي او په دې اړه څېړنې روانې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.