ښرنه (پژواک، ١٥ غبرګولی ٩٩): د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د ٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت د نجونو جوړ شوى ښوونځى ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د پکتيکا د پوهنې رييس محراب الدين شفق وويل چې د لومړي ځل لپاره په مرکز ښرنه کې د نجونو لپاره يو ښوونځى جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
هغه وايي چې پر دغه ښوونځي د هند هېواد له لوري څه باندې ٢٠ ميليونه افغانۍ لګول شوي چې د جوړېدو چارې يې د يوه کال په موده کې بشپړې شوې دي.
ده وويل: ((اوس په دغه ولايت کې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شوې او خپلې لوڼې او خويندې ښوونځيو ته پرېږدي چې ورشي او زده کړې وکړي.))
دغه راز د پکتيکا مرستيال والي شيربادشاه اورګوني وويل چې په دې وروستيو کې د نجونو د زده کړو لپاره د حکومت پاملرنه ډېره شوې ده.
ده وويل چې دغه نوى جوړ شوى ښوونځى ١٢ درسي خونې، عصري تشنابونه، د اوبو سيستم او نور ملحقات لري.
اورګونى زياتوي: ((زه له خلکو نه غوښتنه کوم چې له موږ سره نجونو ته د زده کړو د زمينې په برابرولو کې پوره همکاري وکړي.))
همدارنګه د مرکز ښرنه یوه اوسېدونکي حسن خان پژواک ته وويل، د تاريخ په اوږدو کې دا لومړى ځل دى چې په پکتيکا کې د نجونو لپاره ځانګړى او مجهز ښوونځى جوړيږي.
ده وويل: ((موږ کوښښ کوو چې زموږ نجونو ته هم د زده کړو زمينه برابره شي، ترڅو په خپل ولايت کې ډاکټرانې او ښوونکې ولرو.))
د يادونې ده چې دا مهال په پکتيکا ولايت کې د هلکانو ترڅنګ نږدې ديرش زره نجونې هم په زده کړو بوختې دي.
په پکتیکا کې په لومړي ځل په داسې حال کې نجونو ته یو ښوونځی جوړیږي چې د کرونا ویروس له امله په ټول هېواد کې ښوونځي تړلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن