ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان حکومت په ایران کې د نورو افغانانو د وژلو پېښه څېړي

د افغانستان حکومت په ایران کې د نورو افغانانو د وژلو پېښه څېړي

author avatar
5 Jun 2020 - 14:51
د افغانستان حکومت په ایران کې د نورو افغانانو د وژلو پېښه څېړي
author avatar
5 Jun 2020 - 14:51

کابل (پژواک، ۱۶غبرګولی ۹۹) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په ایران کې د نورو افغانانو د وژلو پېښه څېړي.

په ایران کې د افغانستان سفارت د معلوماتو له مخې، ددغه هېواد په یزد ولایت کې د یوه موټر د سوځېدو پېښه کې درې افغانان مړه او اته نور ټپیان شوي دي.

که څه هم ایراني رسنیو د ځایی چارواکو په حواله ویلي چې دا یوه ترافیکي پېښه ده، خو ژغورل شویو کسانو ویلي چې ایراني ځواکونو پر دې موټر ډزې کړې وې او بیا یې اور اخیستی دی.

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هغه موټر چې سوځېدلی، په کې ۱۳ افغانان سپاره وو، چې درې تنه یې مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزارت یاده موضوع په جدیت تعقیب کړې او په تهران کې د افغانستان سفارت او په زاهدان کې جنرال قونسلګرۍ ته يې هدایت ورکړی چې د ایران له مسوولو مقاماتو سره په نږدې اړیکو کې د پېښې په ځای کې څېړنه وکړي او د پېښې په اړه دې هراړخیز معلومات ترلاسه او وزارت سره دې شریکې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په تهران کې د افغان سفیر تر رهبرۍ لاندی یو پلاوى د پېښې ځای ته سفر کړی تر څو د پېښې جزییات وڅېړي او د ټپییانو پوښتنه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران هېواد له مسوولو مراجعو سره په اړیکې کې دی او هڅه کوي چې د پېښې په هکله کره معلومات ترلاسه کړي، ترڅو د هغې په رڼا کې لازم او عملي تصامیم ونيسي.

د یادونې ده چې ایراني سرحدي ځواکونو تېره میاشت شاوخوا ۵۰ افغان کډوال سرحد سره سیندته غورځولي وو، چې له امله یې تر ۲۰ پورې مړه او یو شمېر یې ځانونه ایستلي وو.

د افغانستان حکومت پر دې پېښه کلک اعتراض کړى و او څو ورځې مخکې یو ایراني پلاوى په دې اړه د ګډو څېړنو لپاره کابل ته راغلی و.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ وویل چې ددوی سرحدي ځواکونو دغه کار نه دی کړی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.