جلال اباد، کندهار ( پژواک, ۱۶ غبرګولی ۹۹) : د ننګرهار او کندهار ولایتونو په دوه چاودنوکې درې کسان وژل شوي اودرې نور ټپیان دي.
د ننګرهار په خوږيانو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو په موټر چاودنه شوې چې چارواکي په کې د درېيو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
ويل کېږي ياد کسان په ګزمه بوخت وو چې په موټر يې د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د غبرګولي په ۱۶مه پژواک اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا اته بجې د خوږياڼو ولسوالۍ کرم خېلو سيمه کې د ولسي پاڅونوالو په موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.
دی وايي، دې چاودنه کې درې ولسي پاڅونوال وژل شوي او موټر يې هم تخريب شوی دی.
د اکبر په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چاودنه هغه مهال وشوه چې موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و او پر ماين وربرابر شو.
د یو بل خبر له مخې, د کندهار په په میانشین ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې ملکي کسان ټپیان کړي دي.
دکندهار ولایت مقام وايي چې د میانشین ولسوالۍ په تناوچي سیمه کې د ملکي کسانو پر فیلډر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې درې ملکیان يې ټپیان کړي.
سرچینې زیاته کړې, چې ټپیان د سیمې د پولیسو له لوري د اروزګان ولایت مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.
دا په تېرو درېیو ورځو کې پر ملکي کسانو درېیمه د سړک غاړې ماین چاودنه ده، چې قربانیان یې ټول ملکي کسان دي.
تراوسه د دغو چاودنو مسووليت چا نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن